افغانستان

د ریاست الوزراء کفیل: برېښنا شرکت دې خلکو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس الحاج ملا محمد حنیف حمزه سره وکتل.
د ریاست الوزراء مطبوعاتي دفتر پرون د یوې خبرپانې په خپرلو سره وویل، چې په دې کتنه کې د افغانستان برېښنا شرکت رئيس د کابل او ولایتونو د برېښنا او راتلونکو پراختیايي پلانونو په ګډون د خپلې ادارې کاري راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل، دا مهال د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا په منظم ډول وېشل کېږي او په راتلونکې کې به د برېښنا شبکه محرومو سيمو ته هم وغځول شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر له نوموړي او د دې شرکت رهبرۍ هڅو څخه مننه وکړه وې ويل، د افغانستان برېښنا شرکت دې خلکو ته د برېښنا رسولو او د بيلونو تحويلولو پر مهال هغوی ته د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې هڅې وکړي او له اړوندو ادارو سره دې همغږي زياته شي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړ، خلک بايد ستاسو له خدمتونو څخه راضي او د هغوی د خوښۍ باعث وګرځي او همداراز له دايمي پوروړو سره د حسابونو پر تصفيې هم ټينګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *