افغانستان

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: د آمو حوزې د نفتو استخراج سره هېواد د تېلو له پلوه بسیا کېدی شي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند او په کابل کې د چين د سفير وانګ

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند او په کابل کې د چين د سفير وانګ يو په حضور کې، وړمه ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د چينايي (CPEIC) شرکت مسوول د آمو سيند د نفتي حوزې د استخراج تړون لاسليک کړ.

په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړیو، د وزارتونو معینانو او د چین سفارت یو شمېر استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحديث شهاب الدين دلاور د تړون پر ښيګڼو او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې  په تېرو پنځوسو کلونو کې، افغانستان د دغه شان ستر او اقتصادي تړون د لاسلیک کولو شاهد نه و.

هغه زیاته کړه چې دغه قرارداد د امیرالمؤمنین (حفظه الله) په امر، د رئیس الوزرا په هدایت، د اقتصادي مرستیال په لارښوونې او د کابینې د فیصلې پر بنسټ ترسره کېږي چې د تېلو د تثبیت شوې ځمکې مساحت ۴۵۰۰ کيلومتره مربع ده چې د هېواد په درېيو ولايتونو (سرپل، جوزجان او فارياب) کې موقعيت لري.

د شیخ الحدیث دلارو د څرګندونو له مخې؛ په قرارداد کې، په یو کال کې د في هکټاره ځمکې کرایه تر۴۰ ډالرو پورې رسېږي او د تېلو ذخیره پنځه ساحې کشف شوې چې یوه یې د قشقري ساحه ده چې ذخیره یې ۸۷ میلیونه بیلره تېل تخمین شوي دي او یاد شرکت به په درېیو کلونو کې هم اکتشاف ترسره کوي او هم استخراج او سروې.

هغه زیاتوي چې په لومړی کال کې به شرکت تر ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي او په درېیو راتلونکو کلونو کې به د ۴۵۰۰ مساحت اکتشاف کوي او په همدې موده کې تر ۵۴۰ میلیونه ډالرو پورې پانګونه کوي.

سرپرست وزیر د معلوماتو له مخې؛ تر دې وړاندې هره ورځ له قشقري ساحې څخه تر ۲۰۰ ټنه پورې تېل استخراج کېده، خو له دې وروسته به دغه ارقام تر ۱۰۰۰ او له هغه زیاتو ته ورسېږي.

شیخ دلارو څرګنده کړه چې اوسمهال په قرارداد کې د افغانستان ونډه ۲۰ سلنه ده او ټاکل شوې دا ونډه تر ۷۵ سلنې پورې ورسېږې. دغه راز په قرارداد کې ۱۵ سلنه حق الامتیاز هم افغانستان ته ورکړل شوی او یادونه شوې چې په دې پروژه کې به تر ۳۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه په کابل کې د چین له سفیر څخه وغوښتل چې د عینکو مس کان، کارونه هم ژر تر ژره پیل کړي.

وروسته، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم، د آمو سيند د نفتي حوزې د استخراج تړون د لاسليک کولو ارزښت ته په اشارې وویل چې د دغه تړون په مرسته به د افغانستان اقتصاد لا پیاوړی او د تېلو له پلوه به پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.

هغه، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه د نړۍ یو بډای هېواد وباله او څرګنده یې کړه چې په افغانستان کې افغان- تاجک، آمو سیند، هرات، هلمند او کټواز کې د تېلو سترې حوزې شته چې د خامو تېلو تخمیني زېرمې یې ۱،۸ میلیارده بوشکو ته رسېږي.

ملا برادر اخوند قراردادي شرکت ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او له شرکت څخه یې وغوښتل چې د سرپل ولایت د خلکو چاپیریالي او اقتصادي امنیت ته دې پوره پاملرنه وکړي او خلکو ته یې ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي.

هغه دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولینو ته هم یو لړ سپارښتنې وکړې.

همدا رنګه، په کابل کې د چين د سفير وانګ يو، په خپلو خبرو کې، د یاد تړون د بشپړ رعایتولو ډاډ ورکړاو څرګنده یې کړه چې د چینایي شرکت ټول کارونه به په معیاري ډول ترسره شي.

هغه دغه قرارداد د افغانستان د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې لپاره مهم وباله او د پروژې لا ښه تطبیق لپاره یې د دواړو لور پر زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. ښاغلي یو، څرګنده کړه چې هېواد به یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *