افغانستاناقتصاد او رغونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال:د سوداګرو ستونزو ته جدي پاملرنه کیږي

شریعت: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د سادات ګروپ کمپنیو له رئیس سید کمال ایشان سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د سادات ګروپ کمپنیو رئيس د کورنیو تولیداتو د پياوړتیا، اقتصادي ودې او سوداګرۍ د پراختیا په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل. نوموړي دغه راز له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت د لا زيات ملاتړ غوښتلو ترڅنګ د شمال د سوداګرو او پانګوالو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وويل، چې اسلامي امارت د سوداګرو ستونزو ته په جدي ډول پاملرنه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې لپاره د سوداګرو د وړاندیزونو، مشورو او پانګونو هرکلی کوي. نوموړي پر ټولو افغان سوداګرو غږ وکړ چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ډاډ یې څرګند کړ،‌ چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي او ملاتړ یې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *