اقتصاد او رغونه

د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونت: بهرنیو شرکتونو په بېلابېلو برخو کې پانګونې پيل کړې

د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، تېر کال لسګونو سترو بهرنیو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۰ مېلیارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی و چې ځینو یې خپلې چارې عملاً پیل کړې دي. د اقتصادي معاونیت دفتر په یوه ټویټ کې د اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د لاسته ‌راوړنو په اړه لیکلي چې په ‌دې کال کې د صادراتو کچه دوه مېلیارډ ډالرو ته لوړه شوې وه تورم یا انفلاسیون راکم شوی دی. د دوی په خبره، افغانۍ
د سارک سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د غوره ثبات لرونکي پولي واحد په توګه پېژندل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *