ادبشعرونه

د زړه فانوس

د زړه فــانـــوس تـــه مې ډيـــوه پکار ده
ژونــد تـــه مې نــوې فلســـفه پـــکار ده
چې ماشوم عشق مې پکې زده کړه وکړي
ماتـــه د مــیـــنې مـــدرســـه پـــکار ده
اوبـــه کـــوم پـــرې د خیال تږی کاروان
د غره لمن کې مـــې چـــیــنــه پــکار ده
ګـــوره زه یــمــه د مــیــنــو ســـفــیـــر
ډکــه لـــه نـــاز مـــې کــرشـمه پکار ده
دنــــګــه ولاړه د جُــــــنـــــــون کلا ده
ورتــــه د عـــــقـــــل دروازه پــــکار ده
د چـــــا د یـــاد دښتې مې ټولې پل کړې
د صحــــــرا هـــجــــر ته خیمه پکار ده
په نڅا راغـــــله د غــــــزل ښــــاپېــرۍ
اوس مې قلـــم او کتــــابچه پـــــکار ده
ځـــمـــه جـــــهـــاد ته له غازیانو ســره
یو مې ټوپـــک بله چــــــانټه پـــــکار ده
پــــر ســــړک راغــــلل د رقیـب ټانګونه
ښه بارودي غټه بوشـــکه پــــــــــکار ده
(عرفاني) تـــاته مې څـــو ځــــل و ویل!
زمـــــا غــــرنۍ مســـــته ټـــپه پـکار ده

عرفان الله عرفاني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
  • نظم