نثرونه

د زړه پوښتنې !

په هغه تور تم کې چې غل او کارواني نه پېژندل کېږي د حيات اوبه څه قيمت لري؟ هغه پوهه چې د شيطان له کوره وي، هغه اودس چې د مظلوم په وينو يا د يتيم په اوښکو کېږي، هغه کتاب چې د ناحقو دعوو لپاره په کې لارې لټول کېږي، هغه ملګری چې سړی له ځان سره په کږو لارو بيايي…
څه يې وبولو؟
کوم ړوند، چې د امسا په ځای تورو مارانو ته لاس اچوي، کوم کوڼ چې خبره نه اوري او ورته خاندي، هغه سپوږمۍ چې غلو ته لاره ښيي او په مينو پسې مشالونه ګرځوي…
څه په کار دي؟
هغه لوی سړی چې د وړو مرغانو په دام کې نښلي يا د غټو په جال کې بندېږي او د خوشامدګرو د تشې وينا له اغېزې ځان نه شي خلاصولی څوک دي؟
کوم زړه چې د احساس په اور کړېږي او دا سوی په پټه خوله زغمي، کوم فکر چې په خپل مخکې فولادي ديوالونه ويني، هغه تږي چې په اوبو کې وژونکي زهر ګوري… د هغوی په حال رحم نه دی په کار؟
هغه کسان چې سترګې لري او ژبه نه لري، په غوږو اوري او په زړه کې پوهېږي، هغه څوک چې د خپل کور ماران او لړمان نه شي وژلی، هغه کورونه چې د زورور سيلاب په لاره کې دي ايا د رحم او شفقت حق نه لري؟؟

د استاد ګل پاچا الفت له نثرونو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close