دینې لیکنېلیکنې

د سترګو ساتنه

قوي، د ښايست په تول پوره او له نارواوو څخه په پوره توګه لري صالح انسان سليمان بن يسار (رح) له يو ملګري سره په سفر ووتل، ملګری يې بازار ته د خوړو راوړلو په موخه لاړ او سليمان ورته انتظار باسي.
له نږدې خيمې يوه ښكلې کوچۍ پيغله را ووته، له مخه يې نقاب پورته کړ، د سليمان رح مخامخ ودرېده او ويې ويل(( ماته راکړه)) نوموړي خيال شو چې ممکن بې وزله وي او د څه غوښتلو اراده لري؛ ځکه نو پاڅېدو او څه خواړه يې ورته ونيول، هغې زياته کړه، زه ډوډۍ ته اړتيا نه لرم، هغه….څه راکړه چې د ښځې او سړي ترمنځ وي!
نوموړی چې پوه شو، رنګ يې بدل شو او نا څاپه يې کريکه کړه(( شيطان درته راغلی ده!))
مخ يې پټ کړ او سر په زنګون يې ژړا او غريو پيل کړ. ښځې چې د نوموړي پاکي وليده؛ نو سمدستي بېرته خپلې خيمې ته ستنه شوه.
د څه وخت په تېرېدو سره يې بازار ته تللی ملګری راغی، سليمان رح چې يې په نمجنو سترګو او غريو نيولي آواز ولېد؛ ورته وايي: څه درپېښه ده، ولې ژاړې؟ نوموړي ورته کړه ((بس خير! خپل اهل او ماشومان را ياد شو)) ملګري وويل: نه داسې نه ده، له دريو کلونو را په دېخوا درياد نه شو، اوس درياد شو؟! رښتيا هم راته ووايه ولې ژاړې؟ کله چې نوموړي ورته د پيښې يادونه وکړه؛ ملګري يې هم په ژړا پيل وکړ. سليمان ترې وپوښتل: ته ولې ژاړې؟
_زه له تاڅخه په ډېره ژړا ارزم.
_ولې؟
_ممکن که زه له داسې پيښې سره مخ شوی وای؛ بې صبره (په ګناه کې ښکېل) شوی وای!
سليمان او ملګری دواړه ناست دي او په ژړا سر دي. کله چې سليمان رح کعبې شريفې ته د طواف په موخه تشريف وړي، له طوافه وروسته پرې د خوب څپه راځي او په خوب کې يو ښکلی، قوي، چاغ، دنګ او خوشبوداره سړی ويني، نوموړی ورته وايي: څوک؟ هغه وويل: يوسف پيغمبر(ع)
سليمان ورته وايي: له شک پرته ستا او د عزيز(باچا) د مېرمنې کيسه يو حيرانونکی شان لري.
يوسف پيغمبر(ع) ورته وايي: نه، ستا او د کوچۍ پيغلې بل شانته کيسه وه!
سرچينه:( حلية الأولياء ١٩١/١)
د سترګو ګناه نن دومره عادي ګرځېدلې ، چې پخوانيو به ترې د ځان ژغورلو پرمهال ژړل او اوس مسلمانان په کې له ښکېليدو سره هم د مغفرت او توبې لپاره نه ژاړي، وسائل يې پراخ او لارې يې اسانه شوې؛ ځکه نو خلکو ته ګناه نه برېښي، حال دا چې» فزنا العين النظر» د سترګو زنا؛ حرامو ته په شهوت سره کتل دي(بخاري)

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *