مقالی اوتبصرې

د سلواغې۲۶مه؛ په خپلواکۍ کې د ازادۍ ورځ!

عنایت الله خاموش
کابو ۴۴ کاله پخوا( د ۱۳۵۷ لمریز کال) د غوايي پر اوومه؛ په افغانستان کې د پخواني کمونيستي شوروي اتحاد لاسپوڅو( افغان کمونیستانو)، چې د خلق و پرچم تر نامه لاندې يې د کمونیستي مفکورې د ترویج لپاره فعالیت کاوه، د یوې کودتاه په صورت کې واک ترلاسه او د وخت د واکمن سردار محمد داوود خان په شهیدولو سره يې، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد مستقیمې مداخلې او لاسوهنې ته زمینه مساعده کړه.
کله چې د غوايي د اوومې د کودتاه له لارې کمونیستان واک ته ورسېدل، له همغه وخته يې د دین دوسته او اسلامپاله افغانانو په شهیدولو، زنداني کولو او شکنجه کولو لاس پورې کړ. خلک+پرچم( افغان کمونیستانو) چې د خلق په رأس کې تره کی او د پرچم په رأس کې کارمل و، نه یوازې دا چې د افغان ملت په ربړولو او شهیدانولو يې لاس پورې کړی و؛ بلکې د افغاني فرهنګ و عقیدې د له منځه وړلو او افغان نسل د ګمراه کولو لپاره يې هم په ښه جوش او ولوله کار کاوه.
دوی پرته له دې چې دا وسنجوي، افغانان هیچاته په خپله خاوره د تېري کولو او همدارنګه د اسلامي عقیدې د له منځه وړلو اجازه نه ورکوي؛ د خپل فکر د ترویج لپاره ډېر په چټکۍ کار روان کړی و او هر هغه څوک يې وژل چې د دوی مفکورې ته به نه تسلیمېدل. همدا سبب شو چې افغان عیرتي ملت يې په وړاندې را پورته او د دوی په وړاندی یې مبارزه يې پيل کړه.
د افغاني کمونیستانو په وړاندې د افغان مجاهد ملت د مبارزې کال لا پوره شوی نه و، چې دوی هم د خلق و پرچم په نوم د یو-بل د محوه کولو پلانونه په لاره واچول او په دې جریان کې تره کی د خپل وفادار شاګرد ( حفیظ الله امین) له لوري تر وژل کېدو وروسته امین واکمن شو. خو د امین لا د واکمنۍ کمه موده نه وه وتلې چې د دوی اصلي باداران ترې زړه توري او د وخت تبعید شوی کارمل يې د خپلو سرو لښکرو په ټانکونو سپور د کابل تر زړه راورساوه او له نن څخه ۴۳ کاله پخوا د پخواني کمونیستي شوروي اتحاد سرو او خونخورو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د مرغومې په ۶مه په افغانستان مستقیم یرغل وکړ او د امین په وژلو سره يې واک کارمل ته وسپاره او له دې وروسته نه یوازې افغان کمونيستانو افغانان شهیدانول؛ بلکې د وخت سرو لښکرو هم له افغان وژنې خوند اخیست.
هیواد ته د سرو لښکرو له راتګ سره جوخت افغان وژنې لا زور واخیست. چې په مقابل کې يې افغان غیرتي ولس هم په پوره میړانه مبارزه قوي او هر ځای يې په سرو لښکرو او د دوی په ګوډاګیانو ځمکه سره تبۍ وګرځوله. افغان ملت د وخت د کمونیستي اشغالګرو په وړاندې کابو ۹ کاله په پوره میړانه او د زیاتو قربانیو په ورکولو سره ټينګه مبارزه وکړه. په دې موده کې سره له دې چې افغان ملت ستر زیان ولید او د سرونو بې شمېره قربانۍ يې ورکړې؛ مګر د دوی بې شمېره قربانیو او ټينګ هوډ په دې وتوانول ترڅو سرې لښکرې له هیواد څخه شړلو ته اړ کړي.
بالاخره د افغان ملت د قربانیو پایله وه چې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه د وخت زبر ځواکه سرې لښکرې له افغانستان څخه په بشپړه توګه وشړل شوې. نه یوازې دا چې په دې نېټه دوی له افغانستان څخه وشړل شول؛ بلکې د افغانانو د هوډمنې مبارزې پایله وه چې د وخت اتحاد جماهیر شوروي يې په کوچنۍ روسیه بدل کړ. په افغانستان کې د شوروي له ماتې وروسته د شوروي زیاتې مستعمرې ترې بېلې او د برلین دیوال را ونړیده چې ختیځ او لوېدیځ آلمان يې له ۲۸ کلن بېلتون وروسته بیرته سره ونښلول.
د سلواغې ۲۶ مه په داسې حال د ۳۴ ام ځل لپاره په افغانانو دا ورځ راځي، چې په بشپړه توګه هم له جګړې، هم له پردیو تېریو او مداخلو، هم له ملک الطوایفي حکومتونو او هم له فسادګرو په امان دی. نن افغانان په داسې حال کې د شوروي اشغالګرو د شړلو او خلاصون ورځ( د سلواغې ۲۶مه) لمانځي، چې اتلس میاشتې مخکې يې د نړۍ یو بل زبر ځواک هم له خپلې خاورې شړلی( یعنې په خپلواکۍ کې د ازادۍ ورځ لمانځي) او له شل کلنې مبارزې وروسته يې په افغانستان کې یو اسلامي و خپلواک نظام رامنځته کړی.
هوکې! نن افغانان په داسې حال کې له هیواد څخه د شوروي اشغالګرو د شړلو ورځ لمانځي، چې له ۴۴ کلنې جګړې، ګډوډيو، خودسریو، بې وزلیو او نورو ناخوالو څخه په امان او یو نوی فصل يې پيل کړی. نن ورځ افغانستان وروسته له ۴۴ کلنې جګړې تر یوه قیادت لاندې راغلی، په ټول هیواد باندې اسلامي نظام حاکم او له ټولو بهرنیو لاسوهنو په امان دی.
نو افغان ملت باید له تېر ۴۴ کلن ناورین او جریان څخه عبرت واخلي او هیچا ته اجازه ورنکړي، ترڅو په یوه- بل نامه او تر یوه- بل شعار لاندې یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو استخباراتو د لوبو میدان جوړ کړي. افغانان باید نور هوښیار و اوسي چې که دا ځل يې دا چانس له لاسه ورکړ او خپل استقلالیت يې په ښه توګه ونه ساتو او په یوه ټغر سره را ټول نشول؛ نو بیا به هیڅکله هم د یوه سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان څښتنان ونه اوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *