مقالی اوتبصرې

د سلواغې ٢٦ مه او د وږي ٩ مه د افغان ولس د خپلواکۍ ورځې

جاوید فدائي
د ١٣٥٨ کال د مرغومي پر ٦ مه سرو لښکرو د افغانستان پر حریم د ټولو نړیوالو اصولو خلاف تیری وکړ، ترڅو تودو اوبو ته ځان ورسوي او افغانستان د تل لپاره خپله مستعمره وګرځوي. شورویانو غوښتل چې نړۍ یو قطبي شي د افغانستان له نیولو وروسته خپله هیژماني نورو هیوادونو ته وغځوي، ترڅو ټوله نړۍ د شوروي تر واک لاندې شي.
باید وویل شي چې د شورویانو پالیسي ټوله په زور باندې څرخېدله، د هرې ستونزې حل لپاره خپل زور باندې غرٙه ول. بالآخره له کابو لس کلن یرغل وروسته یې د خپلو ناوړه سیاستونو او سر زوریو پایله په خپلو سترګو ولیده. د شوروي جمهوري یووالي نه یوازې دا چې افغانستان کې ناکام شو، بلکې خپل تابوت یې د افغانستان په لاس ځان ته جوړ کړ، چې پایله کې له اتحاد جماهیر شوروي نه مسکو جوړ شو.
په هر صورت له لس کلن یرغل وروسته د افغان ولس میلیوني قربانیو په پایله کې شورويان په 1368 کال کې د سلواغې په ٢٦ مه د ګران افغانستان څخه په تیښته بریالي شول. د شورویانو له ماتې وروسته افغان ولس د خپلو بې سارې قربانیو ثمرو ته سترګې په لار و ترڅو د تېرې لس کلنې مبارزې له لوږو او تندو وروسته یو سپیڅلی اسلامي نظام قائم کړي چې د ټولو افغانانو حقوق او عزت پکې خوندي وي.
متأسفانه د لس کلنې مبارزې رهبرانو د افغان ولس د سوکالۍ پر ځای خپلو ګټو ته اولیت ورکړ او د واک په سر یې خپلمنځي شخړې سره پیل کړې. د خپلمنځي شخړو په اور باندې ګاونډیانو او د سیمې استخباراتي کړیو پټرول وپاشل چې بالآخره افغانستلن کې هر ګوند د بل پر وړاندې دریځ ونیوه، ترڅو د واک په ګدۍ کیني. لنډه دا چې د روسي یرغلګرو پر وړاندې د مبارزې رهبرانو د افغان ولس ارمانونه په سیند لاهو کړل او یوازې د خپلو شخصي ګټو په تلاش کې ول. همغه و چې د دوی د ناکام سیاست له وجې افغانان د الله تعالی له لوی نعمت څخه محروم شول او افغانستان د خپلمنځي جګړو، د سیمیزو او نړیوالو قوتونو لپاره د بزکشۍ په لوبغالي بدل شو.
د ١٣٨٠ کال د تلې میاشتې ١٥مه د افغانستان تاریخ کې د مرغومې د ٦مې په شان بله توره ورځ ګڼل کیږي، چې دا ځل د نړۍ بل سوپر پاور امریکا افغانستان باندې یرغل وکړ. امریکا د شوروي له تېروتنو درس وانخیست او غوښتل یې چې د مرکزي آسیا د کنټرول لپاره افغانستان د تل لپاره خپله مستعمره وګرځوي. دا چې افغان ملت هیڅکله د غلامۍ ژوند نه خوښوي او د آزادۍ ترلاسه کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، نو په همدې اساس افغان ولس یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه پیل کړه.
د امریکا پر وړاندې د افغانستان مبارزه د روسي یرغل په نسبت دوه چنده اوږده شوه، بالآخره له شل کلنې مبارزې وروسته افغانان وتوانېدل چې امریکا ته هم د شوروي په شان د خپل سر کاسه کې اوبه ورکړي. امریکا له شل کلن یرغل وروسته دا حقیقت درک کړ چې افغانستان کې یې نور پاتې کېدل د سر په قیمت ورته تمامیږي، بالآخره د ١٤٠٠ لمریز کال د وږي په ٩مه یې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او ټول ځواکونه یې وویستل.
د امریکا له شرموونکې او تاریخي ماتې وروسته افغانانو ته یو ځل بیا طلایي چانس په لاس ورغی، ترڅو د خپلې مبارزې ثمره ترلاسه کړي. که څه هم امریکا، اروپا او په ځانګړي ډول د افغانستان سیمه ایز حریفان پدې تمه ول چې د امریکا له وتلو وروسته به یو ځل بیا افغانان خپلمنځي جګړو کې ښکېل شي او د دوی لپاره به اوبه خړې شي ترڅو خپل ماهیان پکې ونیسي.
الحمدلله دا ځل افغانانو د روسي یرغل پر وړاندې د مبارزې له تېروتنو عبرت واخېست، د شخصي ګټو پر ځای یې ملي ګټو ته ارزښت ورکړ چې بالآخره د امریکا، اروپا او د سیمې د هیوادونو ټولې سناریوګانې یې غلطې ثابتې کړې.
اوسنی افغان سرپرست حکومت دا ځل د یو خپلواک او په خپلو پښو درېدلي افغانستان لپاره هلې ځلې پیل کړي دي. که څه هم تراوسه افغانستان له یو شمېر سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره لاس او ګریوان دی، مګر بیا هم تراوسه د چا غوښتنو او لاسوهنو ته نه دی ټیټ شوی، ترڅو د روسي یرغل له بریا وروسته تېروتنې تکرار کړي او بهرنیو کړیو ته د لاسوهنو زمینه مساعده کړي.
د یادونې وړ ده چې اوسنی افغان حکومت یو قوي او مرکزي حکومت دی، د نوییمو لسیزو په شان د ګوندونو د خپلمنځي شخړو احتمال هم ختم شوی دی. که څه هم یو شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان یو، ان شاءالله دا به هم د وخت په تېرېدو سره ختم شي. ځکه چې د څلورو لسیزو جګړو ختمول او اختلافونه له منځه وړل د یوې او دوه ورځو کار نه دی، دا چې د اصلاح او بیارغونې جدي اراده شتون لري دا خپله مونږ ته د راتلونکي ځلېدونکي افغانستان زیری راکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *