سرمقالې

د سمرقند غونډه او د ټام ويسټ منډې ترړې!

له افغانستانه د امريکې او ناټو يرغلګرو ځواکونو تر شړل کېدو وروسته ټول لوېديځوال تر ډېره بريده له سخت روحي فشار سره مخ دي. ځکه نړۍ وليدل چې دلته د هغوی شل کلنې خوارۍ ګرد سره عبث ولاړې، د ناکامۍ پېغور يې واورېد او پخوانی حيثيت او هيبت يې کاملاً له منځه ولاړ. همدا لامل دی چې دوی ناکراره دي او په ختيځ کې هر تحرک او هر مجلس د ځان لپاره يو بل خطر ګڼي. اوس چې د روس، چين، مرکزي اسيا، ايران او داسې نورو سيمه ييزو هېوادونو تر منځ کله ناکله خپلمنځي مشورې کېږي، نو امريکايان خامخا دلته کوم جنجال او تشويشي غږ پورته کوي او خلکو ته دا اندېښنه وراچوي چې ګورئ لا هم د اقتصادي فعاليتونو د پرمختګ وخت نه دی راغلی، بلکې دا هغې ستونزې دي چې هوارول غواړي. د مثال په ډول تېره اوونۍ چې په سمرقند کې د افغانستان په اړه له يوې مشورتي غونډې خبر خپور شو، د افغانستان لپاره د امريکې ځانګړي استازي سمدستي را وخوځېد او څرګنده يې کړه چې د افغان ستونزې د حل موندلو په خاطر به د قطر، عربي اماراتو او ترکيې مشرانو او هلته مېشتو ځينو پخوانيو افغان چارواکو سره ليده کاته ولري. لکه چې ويسټ د سمرقند غونډې له پای ته رسېدو وروسته هم دا دی لګيا دی خپلې منډې ترسره کوي. ښايي په همدې توګه يې په درې څلورو ورځو کې ټول سفرونه پای ته ورسېږي او بېرته خپل هېواد ته ستون شي. خو دا چې د ويسټ د اوسني سفر اصلي موخه څه وه او څه يې ترلاسه کړل؟ موږ او د سيمې هېوادونو ته فقط همدا ټکی مهم دی. البته امريکايان به د خپلې روحي ناکرارۍ لپاره. لکه اوبو وړي چې ځګ ته لاس اچوي همدومره هڅه هم لږترلږه يو تسکين بولي، خو لکه موږ زياتره افغانان چې باوري يو، د امريکايانو زور ختلی، حيثيت يې بايللی نړيوال غرور يې مات شوی او ختيځ کې يو نوی بلاک را ټوکېدلی بولو، همدغسې زموږ د چم ګاونډ هېوادونه هم ډېر ښه پوهېږي چې له نېکه مرغه دلته د اقتصادي ښېرازۍ غوره فرصت منځ ته راغلی، افغانستان کې بشپړ امنيت او ټېکاو ترلاسه شوی او د ټام اندېښنې د دې سيمې خلکو ته هماغه د دروغجن شپانه چې لېوه راغی، کيسې ته ورته چې په اصل کې هېڅ واقعيت نه لري. بناءً دانو اوس د همدغې جغرافيې واکمنو او مالکانو پورې اړه لري چې موقع وپېژني، افغانستان کې له راغلي فرصته ښه او مناسبه ګټه واخلي ګڼه واخلي او له وخت ضايع کېدو مخکې ژر تر ژره پر مهمو اقتصادي پروژو لاس پورې کړي. بل لورته په ځانګړې توګه د ټول افغان ملت،حکومت او رعيت، نېکمرغي، سوکالي، پرمختګ او بريا په دې کې ده چې د هغو شيطانانو ټولې وسوسې له ذهنه وباسي، څوک چې غير واقعي پرېشاني او تشويشونه وراچوي، څه وختونه او فرصتونه يې ضايع کوي او ځان بسياينې پرمخ ورته خنډ ګرځي. کلک باوري اوسئ چې له تاريخ تېرو تښتېدلو افغانانو سره د ټام ليده کاته به هېڅ ډول محسوسه پايله ونه لري،نو راځئ ملا وتړئ، کار وکړئ او د خلکو پر خبرو غوږونه کاڼه واچوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *