لیکنېمقالی اوتبصرې

د سمرقند غونډه په کومو موضوعاتو راوڅرخېده !؟

وړمه ورځ / وري۲۴مه د اوزبيکستان سمرقند ښار د افغانستان په اړه د سيمې او يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د څلورمې غونډې کوربه و، چې د کوربه هېواد، چين، ايران، ‌پاکستان، روسيې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنيو چارو وزيرانو په کې برخه اخيستې وه، د يادې غونډې ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعيت او له موجوده واکمنانو د نړيوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې ((د همه شمول حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعليم د فرصتونو برابرول او د اقليتونو د حقونو ضمانت کول)) په کې شامل دي، بحثونه وکړل. په ياده غونډه کې د نړيوال تروريزم، د نشه يي توکو د کښت او مبارزې په برخه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د لا قوي‌ اقداماتو پر ارزښت هم بحث وشو.
له دغې غونډې مخکې ايران، ‌پاکستان،‌روسيې او چين په يوې څلور اړخيزې غونډې کې ټينګار کړی و چې د (( داعش، القاعدې، د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحريک طالبان پاکستان، د بلوچستان د آزادۍ ځواک، جيش العدل او داسې نورې ټولې ترهګرې ډلې، په افغانستان کې دي، د سيمې او نړۍ امنيت ته جدي ګواښ)) دی.
په غونډه کې د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ليدنو په ترڅ کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور، نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق، بشري او اقتصادي بحران او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د زياتوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړه. په دغو ليدنو کې ژمنه شوې چې له افغانستان سره د امنيت ټينګښت، هوساينې، پرمختګ او نورو اړوندو برخو کې همکاري کوي.د يادونې وړ ده چې د افغانستان د وضعيت په تړاو د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ غونډه په پاکستان، دوهمه په ايران او درېيمه په چين کې جوړه شوې وه او څلورمه يې په ازبيکستان کې تر سره شوه.
د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د سيمې هيوادونو اندېښنو ته په اشارې د بهرنيو چارو سرپرست اميرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی،چې دوی ((هېڅ فرد او يا ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د سيمې او يا د نړۍ د کوم بل هېواد پرخلاف وکارول شي او يا په افغانستان کې د مخدرو توکو کښت يا قاچاق وکړي.افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او د افغانستان اسلامي امارت مسوولانه ژمنه کوي او نه غواړي چې له کوم هېواد سره مداخله ولري او يا د افغانستان له خاورې د چا پر ضد ګواښ رامنځته شي.
دغه راز په غونډه کې افغانستان د مرکز او جنوبي اسيا د اتصال نقطه بلل شوي او ګډونوالو په دغه هېواد کې د بيارغونې او اقتصادي پروژې په عملي کولو ټينګار شوی، ‌چې په دې کار سره به افغانانو ته هم کارونه پيدا شي او هم به افغانستان د سيمې له اقتصادي پروسې سره يو ځای شي، ځکه افغانستان چې د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا په يوه مهمه ژيو ستراتيژيکه سيمه کې موقعيت لري اوس د يوه مسئول او متعهد حکومت له واکمنۍ برخمن دی. يو باثباته او امن افغانستان کولای شي چې د سيمې په امنيت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي.دغه راز افغانستان کې اوس د دې فرصت برابر شوی چې افغانستان د سيمې يو مهم ((اقتصادي او تجارتي)) شريک شي.
له دې حقيقت څخه بايد سترګې پټې نه شي. چې اسلامي امارت لله الحمد اوس يو قوي ټولګډونه حکومت جوړ کړی، نظام يې پر پښو ولاړ دی او د هيواد ټول قومونه او ولسونه له ديني، ژبني او قومي له تعصب پرته په دولتي ادارو کې په نورماله توکه کار کوي، دغه راز ښځو ته يې هم د ((شريعت په چوکات)) کې حقوق ورکوي.
له دې سره هممهاله بيا په هند کې هم د منځنۍ اسيا هېوادونو، هند او ملګرو ملتونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوې وه چې په کې له سوله‌ييز افغانستانه پر ملاتړ او د افغانستان ملي حاکميت، ارضي تماميت، يووالي او د دغه هېواد په چارو کې په نه لاسوهنو ټينګار شوی و. هغوی همدارنګه د يوه داسې سياسي نظام غوښتنه کړې وه چې په کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي.
خو په سيمه او نړۍ کې چې د افغانستان په تړاو غونډې کېږي، لازمه ده چې د اسلامي امارت استازي هلته ګډون ولري، د سيمې او نړۍ غونډو او کنفرانسونو ته ور وغوښتل شي، نظرونه يې واورېدل شي او د افغانستان چارواکي ته بايد ځای په کې ورکړل شي، ځکه په سيمه‌ييزه او يا هم نړيواله کچه چې کومې غونډې ترسره کېږي، د اسلامي امارت استازي په کې شتون نلري، نړيوال که په رښتيا د افغانستان د راتلونکې او يا د دوی په خوله د اقتصادي بحران د له منځه وړلو په تکل راڅرخي، نو مهرباني دې وکړي، د ناټو په غړو هيوادونو دې غږ وکړي، چې اسلامي امارت نور تر بېځايه فشارونو او ډول ډول بهانو لاندې ونه نيسي، خپلې غوښتنې او اندېښنې بايد په داسې غونډو کې د اسلامي امارت له استازو اويا هم په دوو اړخيزو غونډو کې مخامخ د افغان حکومت له مسئولو چارواکيو سره شريکې کړي، څو ورته حللارې ولټول شي.

احمد راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *