سرمقالې

د سمرقند پرغونډه جدي فکر په کار دی !

تېره ورځ اوزبکستان په سمرقند کې د افغانستان او چم ګاونډهېوادونو خارجه وزیرانو یوې غونډې کوربه و. دافغانستان په اړه دیادو هېوادونو دغه ناسته د پاکستان ، ایران او چین ترغونډو وروسته څلورم مجلس و چې له نېکه مرغه په لومړي ځل افغانان هم وربلل شوي او د بهرنيو چارو وزیرښاغلي متقي ته په کې د وینا کولو موقع ورکړل شوه ، یقیناًداځکه یو ښه فرصت و چې له یوې خوا یاد مجلس کې دچین، روسیې او زموږ د ټولو ګاونډیانو استازو ګډون درلود اوبل پلوافغانانو ته هم دا موقع ورکړی شوه چې خپل حال په خپله ژبه ووایي اوخپلې غوښتنې د پرديو پرځای مستقیماً په خپله خوله مطرح کړي، سربېره پردې اوسنیو حالتو کې زموږ دچم ګاونډهېوادونو دا ډول مجالس له دې کبله هم مهم دي چې یو خو په ختیځ کې دنوي بلاک اوخپل منځي پیوستون روحیه راټوکېدلې اوبل دا چې زموږ هېواد هم تازه دغرب له شکل کلن اشغاله راخلاص اوله یو داسې ملی حاکمیته برخمن شوی چې لوېدځوال یې د ځان لپاره د شرمندګۍ لامل ګڼې او همدا وجه ده چې خپله غوسه په بندیزونو ، پروپاګندونو اوبې ګټې تحرکاتو سړوي ، په هرصورت زموږ دسیمې هېوادونو ناستې بیاهم پرله پسې روانې او په ګډه داقتصادي اړیکو رغولو تلوسې څرګندوي ، ښکاره ده چې هغوی ددغه شان اړیکو اوفعالیتونو دپرمختګ لپاره افغانستان ته هماغسې شدیده اړتیا لري لکه موږ چې خپله ورته اړیو ،خوله بده مرغه بیاهم له دې واقعیته سترګې نه شي پټېدی چې یادهېوادونو هریو خپلې مجبورۍ لري او حتماً ترڅه حده دغرب دغوښتنو خیال ساتي .همدا وجه ده چې دوی هم خپله هره غونډه کې ظاهراًهماغه دلوېدیځوالو شعارونه تکراري اوپرموږ هم سپارښتنې کوي ،البته دټولو بهرنیانو په غوښتنو کې بې له شکه څو داسې ټکي خامخا شته چې هم خپله زموږ اړتیا او هم د ټول ملت جدي غوښتنه ده دمثال په ډول د ښځينه و دتعلیم موضوع چې حل کول يې داسلامی امارت دمشرانو یو شرعی اوملی مکلفیت او ناغيړي په کې هېڅ ډول معقوله توجیه نه لري ، دغه راز دویمه دحکومت لپاره دکورني مشروعيت ترلاسه کولو موضوع ده چې باید په یوه اسانه عملې او جایز مشکل تر لاسه شي. که څه هم د هېواد خپلواکۍ د پردیو او د هغوی دکورنیو غلامانو شړل او اسلامي نظام دقیام پر موضوع ګرد افغان ولس ریکی یوه خوله دی اوهېڅ ډول پوښتنې ګروېږنې ته حاجت نه لري خو دا چې اوس دملت له خوا دولتی انتظامات چاته سپارل کېږي ، دګردې نړۍ تعامل او دستور دادی چې باید څه ناڅه مراسم ترسره اوخپل ملت وپوښتل شي ، په دې لړکې موږ یوه ډېره اسانه او دودیزه نسخه لرو چې دلويې جرګې په نامه له پېړیو راهیسې په موږ کې رواج اوکاملاً ورسره آشنا یو ، په دې اساس موږته لازمه ده چې هم دخپل ملت اوهم د چم ګاونډ هېوادونو دغه ډول غوښتنو اوسپارښتنوته مثبت ځواب ووایو او په خپل لاس یوځل بیادغه موندل شوی فرصت ضایع نه کړو ځکه ګرد افغانان په رڼو سترګو ویني چې همدغو دوو موضوعاتو په ټوله نړۍ کې دافغانستان حیثیت ته خورا ډېر زیان رسولی اوټول ولس یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. موږ باید په یاد ولرو چې موجوده خپلواکي اونظام د ډېرو درنو قربانیو په بدل کې لاس ته راغلی نوساتنه یې هم زښته ډېره قرباني، هوښیاري او ځېرکي غواړي خدای دې وکړي چې د سمرقند غونډې نتایج هم دنورو همداسې مجالسو په شان زموږ دهمدغو نیمکړتیاو له امله ضایع نه شي، ددغسې غونډو پربحثونو ژور فکر په کار دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *