افغانستاناقتصاد او رغونه

د سمنګانو د حضرت سلطان پُل د بیارغونې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا

د سمنګانو د ټولګټو ریاست د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د «پُل کلان» د ويجاړو شویو برخو د اساسي ترميم او بيارغونې چارې پيل کړې او د کار تر بشپړېدو پورې يې یاد مسیر د ترافيکو پرمخ تړلی دی. په همدې اساس د سمنګانو ولایت د ټولګټو ریاست بدیلې لارې چمتو کړې چې هېوادوال او موټر چلوونکي کولای شي د یادې پروژې تر بشپړېدو پورې ترې ګټه واخلي او په دغو لارو تګ راتګ وکړي: کوچني او مسافر وړونکي موټر؛ د کابل – مزارشریف مسیر او برعکس یې د حضرت سلطان پُل ته نږدې د سیند ترمنځ فرعي سړک د کابل – مزار شریف مسیر بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر کولی شي، د ډبرو سکرو د نوي مارکیټ له لارې چې د ایبک ښار له ترافیکو چوک څخه په ۱۶ کیلومترۍ کې موقعیت لري او همدارنګه د مزارشریف – کابل مسیر مسافرین د حضرت سلطان ښارګوټي پر آسیاب آباد فرعي مسیر تګ راتګ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *