سرمقالې

د سوډان کورنۍ جګړه؛ د ټول امت لپاره یوه نوې غمیزه!

د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې د رمضان په دې بختوره مبارکه میاشت کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې پرله پسې د سودان مرکز خرطوم کې د پوځ دوو ډلو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه اورو. د خبرونو په حواله تر اوسه په دغو نښتو کې سل ګنه کسان وژل شوي او زرګونو ته د ټپیانو شمېر رسېدلی. خو عام ولس پرته له دې چې د خپل هېواد په دې لوی ښار کې د درنو اوسپکو وسلو زړه بوګنونکي غږونه واوري، فضا کې د الوتکو شور او د تخریباتو دوړې ګردونه وویني او پرځمکه د مړو اوژبلو انسانانو جسدونه را واخلي، نور هیڅ نه شي کولی یقیناً د سودان مسلمان ولس ځکه په ډېرې مایوسۍ دا هر څه په خپله زغمي چې نه خپله د جګړه مارو خواؤ د لاس نیولو وس لري، نه له خپلو مغرضو ګاونډیانو د څه خیر تمه کولی شي او نه په دې لوی مسلمان امت کې داسې څوک ویني چې هلته د روانې بدمرغۍ زر تر زره څه چاره وکړي. د افریقې په شمال ختیځ کې دغه پراخ مسلمان هېواد تر دې ړومبی هم څو کاله همدغسې کورنۍ جګړې سره مخ شوی و، ترڅو بالآخره جنوبي څنډه یې چې خواشا لس میلیونه نصراني وګړي پکې اوسېدل، د جنوبي سودان په نامه (۲۰۱۱) میلادي کال کې جلا او خپلواکي یې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. د سودان پاتې برخه هم پراخه ځمکه او ترڅلوېښت میلیونه زیات نفوس لري چې مرکزیې د خرطوم لوی ښار او تقریباً اته میلیونه وګړي پکې اوسي. دا وخت د نړۍ په لروبرکې د هر با احساسه او خوږمن مسلمان لپاره د افسوس ځای دادی چې له یوې خوا هغه امت چې خالق او مالک خپلو کې سره وروڼه بللی او د توحید په سپیڅلې عقیده سره تړلي دی، تقریباً په شپېتو برخو وېشل شوي او له بلې خوا بیا تر وروستۍ کچې د اختلافاتو، شخړو او جګړو له بدمرغۍ سره مخ او هر هېوادیې یا په کور د ننه، یا خپلو ګاونډیانو او یا نورو یرغلګرو سره په لانجو کې ګیر دی. مطلب دا چې بې له شکه نن سبا ټول امت له خورا سخت انحطاط سره مخ دی. تر دې چې له یوې خوا یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مقدساتو او شعایرو تېری کیږي، له بلې خوا یې د بیت المقدس په څېر سپیڅلي مقامات د غلیم تر یرغل لاندې او بل لورته یې خپله همدغه کورنۍ جګړې دي چې د زرګونو انسانانو وینې پکې بهیږي. البته مسلمانان د خپل دین او عقیدې پر اساس باید کلک باوري وي چې د موجوده ذلت او بدمرغۍ یوازنی علت د خپل سپېڅلي دین له هغو مبارکو لارښوونو ناخبري او ناغیړي ده چې پرته له شکه په دنیا او آخرت کې د هر انسان لپاره د نېکمرغۍ، سوکالۍ، بریا او عزت ضمانت کوي. خو بیا هم د دې زمانې مسلمانانو شاوراړولې او ورځ تربلې یې د ذلت او بدبختۍ کچه لاپسې زیاتیږي. دا چې افغان مؤمن ملت خپله هم پر له پسې د نړۍ ځواکمنو یرغلګرو سره لس ګونه کاله په جګړه کې تېر کړي او دا وخت د نړۍ په خورا بې وزله خلکو کې حسابیږي، پر ته له دې چې د سودان مسلمانو ورونو پر حال خواشیني وکړي او له ښکېلو خواو د صبر، زغم او خپل منځي خبرو اترو غوښتنې او دعاګانې وکړي، نور هیڅ هم په وس کې نه لري. لکه چې د اسلامی امارت له خوا هم په دې اړه مستقله اعلامیه خپره شوې او په خرطوم کې د جګړې دواړو خواؤله مشرانو غوښتنه شوې چې خپل ټول اختلافات د جګړې پرځای د خبرو اترو له لارې حل او د سودان پر مسلمان ملت د روژې او اختر دغه مبارکې شپې ورځې نورې په غم او ویر بدلې نه کړي. ضمناً له دواړو خوا مو غوښتنه ده چې د افغانستان له حالاتو درس واخلي او هیڅکله پردیو ته د مداخلو چانس برابر نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *