ساینس او ټکنالوجي

د سټلايټ په اړه جالب معلومات!

سټلایټ یا سپوږمکۍ یوه مصنوعي آله ده، چې د نړۍ د مختلفو ساینس پوهانو له خوا د مختلفو

انجنیر یاسر صحرایي

سټلایټ یا سپوږمکۍ یوه مصنوعي آله ده، چې د نړۍ د مختلفو ساینس پوهانو له خوا د مختلفو موخو لپاره، په مختلفو اشکالو او اندازونو جوړشوي او فضا ته د راکټونو په واسطه توغول شوي.
سټلایټونه د ارتفاع له مخې په درې ډوله دي:
۱ لیو (لو ایرت اوربیټ)
۲ میو (میډل ایرت اوربیټ)
۳ جیو(جیو سټیشنری اوربیټ)
لیو (Low Earth orbit): دا هغه سټلایټونه دي، چې ځمکې څخه له ۲۰۰ کیلومترو تر ۵۰۰ کیلومترو پورې فاصله لري او تعداد یې له ۲۰۰۰۰ زیات دی. دا سټلایټونه د مختلفو شخصي او دولتي کمپنیو او شرکتونو ملکیت دی او خلکو ته د انټرنیټ، تلویزیون او مخابروي خدمتونو وړاندې کولو لپاره کارول کیږي.
دا سټلایټونه په مختلفو مدارونو کې، په مختلفو ارتفاعاتو او مختلفو سرعتونو (اوسط ډول له ۲۰۰۰۰ -۳۰۰۰۰ کیلومتره ) د ځمکې په شاوخوا څرخیږي، چې د ځمکې یوه دوره له يو نيم تر دوو ساعتونو سر ته رسوي دا سټلایټونه لاندې خدمات وړاندې کوي:
– د لارې او سرحدونو څارنه.
– د هوا حالاتو څارنه، لکه توفانونه، بادونه ، د هوا ګرمې او سړې څپې څارل او د هغوی سرعت او مسیر معلومول.
– الوتکو او لویو بیړیو ته مخابراتي او تلویزوني خدمات وړاندې کول.
– ځینې سټلایټونه انفراريډ سینسرې لري، چې د اورونو او مزایلو د درک کولو او څارلو کار پر مخ وړي.
– له مخابراتي شبکو لرې پرتو ساحو ته خدمات رسول، په دې شرط چې موبایل د سټلایټ رسیور (انتن) ولري.
– اوداسی نور
میو (Middle Earth Orbit ) : دا يو ډول خاص سټلایټونه دي، چې شمیر یې ۲۴ ته رسيږي او د ځمکې شاوخوا یې یو جال جوړکړی، ټول له ځمکې څخه يو ډول ارتفاع (۲۰۰۰۰ کیلومتره) او يو بل سره يو ډول فاصله لري او د ځمکې شاوخوا څرخیږي.
– دې سټلايټونوته د GPS (Global Positioning system) سټلایټونه ویل کیږي.
– دا سټلایټونه د هغو آلو ټول فعالیتونه او حرکتونه څاري او د ځمکې د کُرې پر مخ يې پر ګوته کوي، چې GPS رسیور ولري.
– هوایي چلند کنټرولوي او ټولو الوتکو ته د هغوی ټاکلی مسیر، ارتفاع او سرعت ور ښايي.
– ځمکنی چلند کنټرولوي او ټولو لویو او کوچنیو بیړیو، موټرو ا و افرادو ته د هغوی سرعت ، موقعیت او د حرکت جهت ورښایي.
– ددې سټلایټونو پر مټ کولای شو، چې يو موټر په یوه خاصه ساحه کې احاطه شي. يعنې که چېرې دا موټر په یو ښار کې احاطه شوی وي او څوک وغواړي له دې ښاره یې وباسي ، د ښار پر څنډه خپله بنديږي.
– یوه کمپنۍ یا شرکت کولای شي خپلې ټولې عرادې وڅاري، د هغوی موقعیت په ژوندۍ بڼه او یا يې وروسته ريکارډ کتلای شي.
– ګوګل مپ، د نړۍ نقشه کې ټولو خلکو ته د هغوی موقعیت د GPS الې یا د ځیرکو موبایلونو پروګرامونو کې ورښایي.
جیو(Geo Stationary Orbit) : دا په شمار درې سټلایټونه دي، چې له ځمکې څخه ۳۵۰۰۰ کیلومتره فاصله لري. دا سټلایټونه له ځمکې ډېر ليرې پراته دي، هر یو يې د ځمکې د دریمې برخې څارلو توان لري او هر سټلايټ په (۲۳) ساعته او (۵۶) دقيقو کې د ځمکې له سرعت سره موازي د ځمکې د کرې شاوخوا دوره وهي. دغه سټلايټونه يوازې د امریکا د فضا ادارې (ناسا) پورې اړه لري اوهغوی یې د مختلفو ساينسي څېړنو لپاره
کاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *