لیکنېمقالی اوتبصرې

د سړیتوب لاره !

ځينې چې له واک، ځواک او په شهواني نیلی سپور جریان نه وغورځېدل، اوس يي نو باید د موجوده نظام د اصلاح، سمون او ښه توب لپاره نظرونه وړاندې کړي وای، ځکه اداري سیستم له دوی را پاتې دی او کولی شي د پرمختګ لپاره يې ممکن سم نظرونه ولري؛ خو د دوی تمرکز په تبلیغاتي جګړه، سپک ویلو، ارزښتونو ځپلو، په دیني شعایرو تر ملنډو او د ګوتو په شمېر د څو غولېدلو د فزیکي اخ وډب پر شاباسي مصروف دي.
دا ولې؟ دوی لکه څنګه چې يې دعوه کوي که رښتیا هم ملي فکر لرلی، نو که يې عقیدوي خواخوږۍ نه لرلی د ملت په خاطر به يې د ملي ګرايۍ حس پورته جنایاتو ته نه پرېښودل، یا به يې د دې نظام د تقویې لپاره مشورې، نظرونه او د لا ښه پرمختګ لپاره مخامخ یا په انلاین نړۍ کې تجربې شریکولې؛ یا به وجداناً پوهېدل چې دوی شل کاله د نیمې نړۍ په سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ فرصت درلود، خو دوی هغسې ګټه ځنې وانه خیسته چې حد اقل تاریخي شرم يې دفع کړی وای؛ نو اوس باید نوې حکومتولۍ ته فرصت ورکړل شي او دوی باید خوله پټه ونیسي!
خو دوی دا یوه لاره هم خپله نه کړه؛ ځکه چې دوی ذهناً افغانان نه دي چې د خپل هېواد لپاره پر خپلو معیارونو برابر فکر وکړي، د دوی د فکر او قضاوت تلې پردی دی، دې پردېتوب دا جنجال وزېږاوه چې دوی فکر کوي چې د هېواد اصلي مالکان دوی دي، نو که دوی پر دې ملت او هېواد په وچ زور کمونیستي فکر مني، که د ملت د شکولو لپاره له انسانانو سپي جوړوي، د شهواني برید له ډاره يي پېغلې تر بامونو ځانونه اچوي، پر خپلو هېوادوالو د خپلو جګړه مارو سپږې خرڅوي، که د ملت د معصومو سینې پرې کوي، که په کانټینرونو کې يې ژوندي سوځي، که پر سرونو يي مېخونه ټک وهي او که پر مړیو نڅاوې کوي، څوک يي باید مخې ته ونه درېږي!
اوس چې په کم زماني حد کې د هېواد اصیلو زامنو ته بېرته د هېواد مالکیت په لاس ورځي دوی یو ډول ذهني شکنجه حسوي، ځکه چې دا مالکیت دوی ته د ور پېچکاري شوي ذهنیت خلاف دی، ځکه يې خلاف دی چې کله هم دوی پر ملت خپل نفسونه ور کشکارلي، پر وړاندې يي همدا کږه پګړۍ درېدلې، همدې پګړۍ يې د کمونیستي رژيم جرړې وایستې، همدې کږې پکړۍ ملت د زرداد له داړلو خلاص کړ، همدې کږې پګړۍ د ملت د ساتنې لپاره په تش لاس نیمې نړۍ ته پوره شل کاله سینه سپر
کړه!
پايله دا شوه، چې دوی فکر کوي، د دوی د هر اقدام، هر عیش او هرې شهوت رانۍ پر وړاندې همدا پګړۍ درېږي، ځکه خو يې باید پر وړاندې چې څه له وسه کېږي وکاروي؛ خو غلط ځکه دي چې دوی د خپلو اسلافو په لار روان دي او پر ځان باور يې لکه د خپلو نیکونو تل صفر وي، پردیو ته زارۍ کوي او دا تمه لري چې څنګه بیا کوم بل څوک راوغواړي، چې خپل ملت پرې وداړي او دی د نیمه واک تر ګدۍ ورسوي!
خو دا ځل هغه ادرسونه چې دوی ورته تمې لرلې، ټولو د عبرت ګوزار لیدلی؛ نو د سړیتوب لاره به دا وي چې دوی دا ومني، ځان ته قناعت ورکړي او اعتراف وکړي چې څو نسله يې غلط تللي، اوس مالکیت اصلي واکدار په لاس کې اخیستی او دوی يې یا باید همکاري وکړي یا حد اقل ځان ګوښې ته کړي، چې که يې په اړه تبصره کېږي نو دا نږدې ماضي خو يې ورته څوک مخې ته کې نه ږدي، چې هېڅ دیني، اخلاقي، ټولنیز او عرفي کرښې ته يي احترام نه درلود!

دادمحمد – ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *