اعلامیېافغانستان

د شريعت ورځپاڼې د لومړۍ کليزې په مناسبت؛ د محترم ذبيح الله مجاهد پيغام!

د شريعت ورځپاڼې د سلمې ګڼې د پوره کېدو او لومړۍ کليزې په مناسبت؛ د شريعت ورځپاڼې محترمې ادارې، ټولو مسؤلينو، د چاپي رسنيو محترم رياست، د اطلاعات او فرهنګ وزارت محترم مقام او په مجموع کې ټولو محترمو ليکوالانو او همکارانو ته مبارکي وايم او د زړه له تله مننه کوم، چې په تېر يوه کال کې يې هلې ځلې کړې او شريعت ورځپاڼه يې تر دې ځايه رارسولې. واقعاً د اسلامي امارت له بيا حاکميت وروسته د شريعت ورځپاڼې فعاليت او نشريات د ستاينې وړ دي. شريعت ورځپاڼه د خلکو د اذهانو د تنوير لپاره هره ورځ نوی پيغام لري، مهم حوادث او واقعات يې تر هېوادوالو رسولي او د ليکوالانو هر اړخيزې ليکنې او مطالب يې نشر کړي، چې په مجموع کې ټول فعاليت يې د ډېر قدر او تأييد وړ دی.
هيله لرم چې شريعت ورځپاڼه لا ډېر قوت او پياوړتيا ومومي، همکاران يې خپلو کارونو ته په ښه ډول دوام ورکړي او ورځپاڼه هغه حد ته ورسوي، چې د ټولو افغانانو لپاره د خبر، راپور او معلوماتو يوازنۍ مرجع وي. په دې سره د اسلامي امارت رسنز فعاليت هم ځليږي، ځکه دا يوازنی رسمي اخبار دی، چې اسلامي امارت تأسيس کړی او تر اوسه په ښه ډول دوام لري.
دغه راز؛ د اخبار له محترمې رهبري او د ورځپاڼو رياست څخه هيله کوم چې هغو نيمګړتياؤ ته هم توجه وکړي، کومې چې اوس ورځپاڼه کې موجودې دي. تمه لرم چې د ټولو ورځپاڼو مسؤلين د خپلو ورځپاڼو د لا بهبود لپاره هڅه هاند وکړي او د نشراتو له قدرمن معينيت څخه هيلمن يم، چې د ورځپاڼو رياست سره لازمه همکاري وکړي. ټولو ته توفيق غواړم او له لوستونکو او مينه والو غواړم، چې له اخبار لوستلو او مطالعې سره ځان هم عادت کړي او نور خلک هم تشويق کړي. اخبار د معلوماتو رسولو يوه ښه مرجع ده، اوس هم په ټوله نړۍ کې اخبار خپل خاص اهميت لري. افغانستان کې چې د ليک لوست او مطالعې دود کم دی، نو له مسؤلينو هيله لرم چې نورو ولاياتو ته هم د اخبار پر رسولو او خپرواي غور وکړي او په مرکز کابل کې هم ښه ډېر خپور شي. خصوصاً شريعت اخبار بايد په ټولو کتاب پلورنځيو کې موجود وي.
په پای کې يو ځل بيا ټولو مسؤلينو ته مبارکي وايم او د شريعت ورځپاڼې د لا پياوړتيا او دوام هيلمن يم.
ذبيح الله مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت وياند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *