سرمقالې

د شریعت جریدې دویم پړاو، سلمه گڼه !

 

څرنګه چې د طالبانو اسلامی تحریک د پیلېدو او منځ ته راتلو اساسي جذبه او روحیه په هېواد کې د شرو فساد له منځه وړل، د پردیو مداخلو او یرغلونو مدافعه او د سپیڅلي شریعت نفاذ و، بناء پردې یې خپله لومړنۍ چاپي خپرونه هم د «شریعت» په نوم پیل کړه چې بیا وروسته یې غږیز نشرات هم په «شریعت غږ» راډیو ونومول شول. له نېکه مرغه د شریعت جریدې ړومبي پیلوونکي مدیران او لیکوالان هم تر ډېره حده با احساسه او د اسلامی تحریک ارمانونو، ملي ګټو او دیني. کلتوري ارزښتونو ته کاملاً ژمن اشخاص وو. چې له برکته یې شریعت جریده له ډېرو لوړو- ژورو تېرېدو وروسته لاهم پرخپل هماغه مسیر روانه او د خپلو ټاکلیو موخو لورته مخ پر وړاندې ځي او د څښتن تعالی په فضل دادی اوس یې د دویم پړاو ړومبي کال پوره کېدو او دویم پیلېدو په درشل کې سلمه ګڼه د ګرانو لوستونکو مخ ته ږدو. ښايي د دې جریدې دایمي لوستونکو ته به دا حقیقت ډېر ښه روښانه شوی وي چې اصولاً دغو پاڼو کې په خورا امانت دارۍ سره د اسلامی تحریک د ارمانونو چوپړ کیږي، د دښمن د روغجن پروپاګند ته معقول ځواب ویل کیږي، د حاکمانو د مثبتو چارو تأیید او د منفي هغو یې په خوا خوږۍ سره تنقید کیږي. دغه راز په دې لړ کې د ډاډ او خوښۍ یوه بله نکته داده چې اوس هم د شریعت جریدې رسمي مسؤلین او همکار لیکوالان د لوی خدای په فضل هیڅکله دا لېوالتیا نه لري چې د خپلې جریدې زیاتره پاڼې د چارواکو په بې ځایه ستاینو ډکې او په دې توګه د هغوی د غولېدلو اسباب برابر کړي. البته په دې ترڅ کې د زیاترو با احساسه او منورو مشرانو هغه سپارښتنې چې وايي شریعت جریده باید په زړورتیا سره مناسب وړاندیزونه او رښتینې نیوکې نشر کړي، زموږ لپاره لازیات د ډاډ ګېرنې او پرمختګ زېری راکوي. لنډه داچې که خدای کول شریعت جریده به د خپل تېر (۲۶) کلن مزل په څېر، د راتلونکې لپاره هم پر همدې هوډیون کوي او د اسلامی تحریک د لکونو شهیدانو ارمانونه به تازه ساتي، خو شرط پکې دادی چې د تحریک دردېدلي او ځورېدلي ژوندي متعهدین چې اوس په حکومت کې لویان چارواکي دي، د نورو مصروفیاتو په وجه له دغه فکري سنګره غافل نه شي. باید ټول متوجه اوسي چې د روزنې، ویښتا به او دعوت غږونه باید فرد فرد ته ورسول شي او په اړه یې هیڅکله او په هیڅ بیه یې پروايي ونه شي. ځکه د اسلامی تحریک اوسنۍ سترې بریا ترشا فقط همدغه معنوي انګیزه او برحقه داعیه وه چې له محراب، منبر او همدغو رسنیو خپرېدله او د خلکو پر زړونو او ذهنویې اغېزکاو. په دې اساس هیله من یو چې مشران مسؤلین به نور په دې هکله غفلت نه کوي او خپلې دغې پخوانۍ جریدې ته به لا درنښت ارزښت او قدر ورکړي او هڅه به وکړي چې د پرمختګ او عمومیت نوې لارې ورته خلاصې او د کمزورتیا ټول خنډونه یې له مخې لیرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *