روغتیامرکې

د شریعت ځانګړی راپور؛  په اطرافي سیمو کې خلک د روغتیایي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي

دا چې هېواد مو ۴۳ کلنې جګړې په هره برخه کې ځپلی او هېواد وال مو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، خو د الله په رحم سره،

دا چې هېواد مو ۴۳ کلنې جګړې په هره برخه کې ځپلی او هېواد وال مو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، خو د الله په رحم سره، چې اوس تازه مو په سوله کې قدم ایښی دی، خو لا ستونزې شته، چې د هغو له ډلې څخه یوه هم د روغتیا د برخې ستونزه ده، چې خلک په اطرافي سیمو کې  د روغتیایي خدماتو له نشتوالي څخه شکایت کوي، په دې اړه زمونږ خبریال حسن خان اتل راپور جوړ کړی دی، څو د خلکو غږ تر مسؤلو چارواکو پورې ورسوي.

 د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکی راز محمد وایي: زمونږ په سیمه کې تر اوسه پورې د روغتیا په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی او نه کوم کلینیک یا روغتون جوړ  شوی، کله چې ناروغ راته پیدا شي، نو ولایتي روغتون ته یې وړو، چې دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي یو.

بلخوا د یاد ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی نوید د ښځینه ډاکترانو له نشتون څخه شکایت کوي او وایي، په ټوله ولسوالۍ کې یوه ښځینه ډاکتره هم نه لرو، نو مونږ مجبور یو چې خپل ناروغان د تداوي لپاره مرکز ته بوځو، چې کله نا کله مو ناروغ مخکې روغتون ته لا رسیدو څخه وفات شي، له اسلامي امارته غوښتنه کوو، چې ستونزو ته رسیده ګې وکړي.

دوی وایي له تیر حکومت څخه مو هم بار بار غوښتنه کړي، خو تر اوسه پورې مونږ ته کار نه دی شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ښاغلی شرافت زمان امر یادې ستونزي منې، چې په اطرافي سیمو کې خلک د روغتیایي خدماتو او ښځینه ډاکترانو له کمبود سره مخ دي او وایي، بدبختانه چې په تیرو شلو کلونو کې د هېواد ۴۰ سلنه سیمه د روغتیایي خدماتو له پوښښ پاتي شوي وه، چې اوس مونږ دې برخې ته ځانګړي توجه کړي ده، په ځینو ځایونو کې مو د پام وړ فعالیتونه کړي دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره مو په تیر یوه کال کې ۱۵۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي او لا به په دې برخه کې فعلیتونو ته دوام ورکوو.

همدارنګه د کابل خلک د دولتي روغتونونو څخه شکایت کوي، چې په ښه توګه خدمات نه وړاندې کوي.

د کابل اوسیدونکی احمدالله وایي، یوه هفته کیږي جمهوریت روغتون کې مې ناروغ پروت دی، چې پخوا نه یې حالت بدتر شوی دی او په سم ډول یې تداوي او خدمت نه تر سره کیږي، چې شخصي روغتون ته دوړلو وس یې نلرم.

خو د عامي روغتیا وزارت ویاند امر وایي، چې د تیر په پرتله زمونږ خدمات معیاري شوي او لا د نورو ښو خدماتو وړاندې کولو په هڅه کې یوو، تر څو شته ستونزې حل شي.

نوموړی وایي، چې په تیرو شلو کالو کې ځینو تخصصي برخو ته هیڅ کار نه دی شوی، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې په راتلونکو پلانونو کې تخصصي او ځانګړو برخو ته پام وکړي، د یادونې وړ ده، هغه ناروغان چې د هېواد په داخل کې یې تداوي نه کیږي، د عامې روغتیا وزارت د نورو ادارو سره په ګډه، په ځینو خاصو برخو کې د فوق تخصصي پروسیجرونو لپاره بېلا بیلو هېوادونو ته ناروغان هم لیږي.

همدا رنګه ښاغلی امر زیاتوي، چې د عامي روغتیا وزارت د قیمتونو د کنټرول لپاره، د یوې کمیټې په تشکیل سره وکولای شول، چې د خصوصي روغتیایي مراکزو په درجه بندي باندې کار وکړي، تر څو په روغتیایي خدماتو کې ثابت قېمتونه وټاکل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *