ادبشعرونه

د شهید منصور په یاد

رحمت دې په اروا شه و منصوره
تاریخ دې په سرو زرو لیکل کېږي
سیاست کې بې مثاله مدبره
سالار وې د نامي نامي غازیانو
زعیم وې د غیورو افغانانو
لښکر د زمریالو دې رهبري کړ
د ښکلو، نشتري، غازي ځوانانو
په نوم دې مجاهد ولس نازېږي
زرنج نه را نیولې تر پامیره
***
سبق د قربانیو دې را زده کړ
بدن دې په بارودو لولپه کړ
ستا لاره د ایثار مو کړله خپله
شعارد خپلواکۍ موبدرګه کړ
تاریخ د تن په وینوکټل کېږي
کامیابه معرکه وه بې نظیره
***
لښکرد صلیبیانو تارومار شو
غربي ښکېلاک له برمه را ګوزار شو
افغان غازي د فتحې توغ په لاس دی
دښمن مو په تورتم کې را حصار شو
هر وخت به د خوښیو زېري کېږي
الله مو دې نور وساتي له ویره
***
هیواد کې ورورولي شرعي نظام دی
هرڅوک په خپل انګړ کې په آرام دی
نه ظلم، زور زیاتی شته ساقیاره!
د عدل څادر خور زموږ په قام دی
نفرت ته خلک هېڅ نه وزګارېږي
فضاده د خوښیو دامنګیره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *