روغتیالیکنې

د شکرې په مخنیوي کې مرستندوی خوراکی عادت

شکر يا په طبي اصطلاح ډييابيټيس ته خاموش يا پټ وژونکی مرض وايي. شکر د انسان بدن له دننه تخريبوي، او د يو لړ نورو وژونکو حالتونو او ناروغيو لکه: د زړه ناروغي، د پښتورګو له کاره لوېدو، د جنسي غړو او جنسي پیاوړتیا د اغېزمنولو او د ليد متاثره کولو، خطر هم زياتوي. په انګلستان کې د يوې څېړنې له مخې، که په عادي روټين کې يو اسانه عادت بل واخيستل شي، نو د Type2 ډيابيټس (د لويانو د شکر ناروغي) خطر تر ډېره بريده کموي.
د انګلستان د کېمبرج پوهنتون لخوا ترسره شوې څېړنه ښيي، چې هره ورځ د زياتو مېوو او سبزيو کارول «د لويانو شکر» نه په مخنيوي کې مرستندوی ثابتېدلای شي. د دې څېړنې پر مهال د شکر، تقريباً لس زره ناروغان او له شکره د خوندي ۱۳۰۰۰ کسانو په وينه کې د C وېتامين او کېروټين د کچې اندازه ګيري شوې. پورته ياد شوي کسان د دوی د وينې د حياتي نښو يا Bio Marker د سطحې له مخې په پنځو ګروپونو وېشل شوي وو.
د سبزيو او مېوو کم، په منځني ډول د ورځې ۲۷۴ ګرامه، کاروونکي کسان او تر ټولو زيات، ۵۰۸ ګرامه (د سبزيو او مېوو) خوړونکي کسانو ګروپ و.
څېړونکو معلومه کړه، هغه خلک چې مېوې او سبزي يې ورځنی رژيم و، نو د شکر خطر په کې تر ۵۰ سلنې کم شو.
د دې پورتني ګروپ په مقابل کې، هغو خلکو کې هم د دې ضرري ناروغۍ خطر کم شوی و، چې خپل غذايي رژيم کې يې که څه هم له ۵۰۸ ګرامو کمه سبزي او مېوه کاروله. ددې څېړنې پایلې په برتانوي طبي ژورنال کې خپرې شوې. په دې څېړنه کې د ۸ اروپايي هېوادونو رضاکارانو برخه اخيستلې وه، چې عمرونه يې له ۲۰ ــ ۷۹ کلونو پورې وو.
د څېړنې له پايلو نه د مخکينو اټکلونو تصديق وشو، هغه دا چې په غذايي رژيم او خوړو کې معمولي بدلون، لکه د صحي خوړو کارول، د Type2 يعنې دلويانو د شکر، خطر تر يو معلوم حده کمولای شي.
د څېړونکوپه وينا، د سبزيو او مېوو کارونې د ګټو په باره کې له ښايسته ډېر وخته راهيسې خبرې کېږي، مګر مخکې دا کره نه وه، چې د سبزيو او مېوو استعمال د دوهم ډول شکر (د لويانو شکر) مخنيوي کې رول لري.
دوی وايي، زموږ څېړنې ښودلې که هره ورځ سبزي او مېوه، په معمولي توګه زياته وکارول شي، د شکر په مخنيوي کې مرسته کولی شي.
طبي متخصصين وايي، چې له فايبرونو (نريو رشتو يا تارونو) څخه د غني سبزيجاتو او مېوو کارول، د دغې ناروغي خطر کموي، ځکه چې دا د وينې په دوران کې د خوږو (ګلوکوزو) د جذب رفتار ورو او کموي، دغه راز له هضمي سيسټم سره مرسته کوي او دا احساس ډېروي، چې خېټه مو ډکه ده يانې ماړه يوو.
متوازنه او صحي غذا (متوازن د ژوند طرز) له چاغښته هم مخنيوی کوي او چاغښت بېخي اساسي فکتور دی، چې شکر منځته راوړي.

ژباړه: ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *