تاریخ او جغرافیهلیکنې

د شیخ امجد الزهاوي نادره!

شیخ امجد الزهاوي (وفاة: 1967م) رحمه الله د عراق مشهور داعي او فقیه عالم و، ده ته الله تعالی عجیبه حافظه ورکړې وه، د بېلګې په توګه ده ته به دا هم یاد و چې فلانۍ مسئله یې څلوېښت کاله پخوا فلاني کتاب او فلاني مخ کې لیدلې وه! دی په «أبوحنیفة الصغیر» سره یادېده، د ده په اړه دومره مبالغه هم کېدله چې که فرضاَ حنفي فقه ټوله ختمه شي؛ شیخ الزهاوي به یې له یاده بېرته ولیکي!
د ده په اړه دا ډېره نادره ده چې سره له دومره قوي حافظې سره به له ده نه د خپلو اولادونو، شاګردانو، ملګرو او خپلوانو نومونه هېریدل! چې هر څوک به یې له مجلسه پاڅېد؛ نوم به یې ورنه هېر شو! یوه ورځ یې خپل شاګرد طه العلواني ته څه خبره کوله چې د ده خاص او نږدې ملګري شیخ محمود الصواف ته یې ورسوي؛ نو د هغه خاص ملګري نوم ورنه هېر، وروسته یې ورته وویل: هغه زما نږدې ملګری، هغه توره غټه پګړۍ چې تړي!
یوه ورځ همدې شاګرد طه العلواني پوښتنه ورنه وکړه چې د خلکو نومونه مو ولې هېریږي؟! ده ورته وویل: کله مې چې قران او حدیثو کې د غیبت باره کې سخت وعیدونه ولیدل او د دې ګناه لویالی راته معلوم شو؛ الله ته مې سوال وکړ چې یا الله! هېڅکله د غیبت توفیق مه راکوه، نو دا اوس چې ته رانه ولاړ شې؛ سمدستې دې نوم رانه هېر شي! نو که زه وغواړم هم؛ ستا غیبت نه شم کولی! ځکه ستا یوازې شکل راته یاد وي، نور دې هر څه رانه هېر شي! د دې عالم د تقوی، دیانت او حق وینا باره کې عجیب روایات شته، رحمه الله تعالی. او الله دې موږ ته هم له غیبته نجات
راکړي.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *