لیکنېمقالی اوتبصرې

د صفر یو قطعې ظلم له امله د خلکو چیغې دوهم کلي ته راتلې!

له لوی اختر څو ورځې وروسته د لوګر مرکز دادوخیلو کلي ته لاړو ماښام مو ډوډی وختي وخوړله څو ملګري وو فضا ښه نه راته ښکاریده، که څه هم موږ طالبان نه وو خو د کور خلک ویریدل ویل یې چاپه کې کوربه او میلمه له یوه پلوه وژني د صفر یک عسکر د حق او نا حق پوښتنه نه کوي چې څوک پیدا کړي وژني یې که پیدا یې نه کړي کور خو خامخا ورانوي خدای دې خیر کړي زر زر ډوډی وخورئ چې چېرته بل ځای لاړ شو.
ډوډۍ مو وخوړه له کور را وو وتلو هېڅ لوری راته خوندي نه ښکارېده او نه مو دا طمع وه چې بل څوک به ځای راکړي، خیر کوربه تر مخ موږ ورپسې شولو ویل یې راځئ دلته لرې یو باغ دی هلته به لاړ شو، دی تر مخ موږ ورپسې شولو څو دقیقې مو ګړندی مزل وکړ چې باغ ته ورسېدو، څو شیبې تیرې شوې چې هلیکوپټرو او چهارماشینه دورې شروع کړې، دلته هم ځان راته خوندي نه ښکاریدو یو بل ته مو همدا ویل چې ونه ښورئ ګوری طیاره ګرم ناګرم، طالب او غیر طالب نه ګوري حساب پوره کوي او له يو پلوه خلک بمباروي ، تقریباً دوه نیم یا څه کم درې ساعته تېر شول خو د طیارو ډار بمبار هر څه به مې هېر شي د هغو ښځو غږونه به مې تل په غوږ کې وي چې د صفر یک وحشي عسکرو یې ترمخ د کور نارینه غړي ورته شهیدان کړل او دوی ورته کریغې وهلې، دا چیغې او فریاد آن تر سهار پورې روان وو تول کلی کې دومره څوک نه وو چې له کور وتلی وی، ځکه دوی ویریدل چې د صفر یک عسکر به لا نه وي تللي که و مو ویني وژني مو. سهار اذانونه وشول لږ رڼا شوه کوربه کلي ته زنګونه شروع کړل، لومړی یې خپل کور ته زنګ وکړ وی خدای جل جلاله دې خیر کړي چې زموږ په کور یې چاپه نه وي وهلي د کور ټیلیفون یې لومړی وار زنګ تېر نه کړ رنګ یې ډېر بدل او وارخطا شو ویل یې لکه چې زموږ کور یې الوزولی چې څوک به پاته وي کنه، خو دویم وار موبایل ته زنګ ورغی او ورته و یې ویل کور کې خیر ده چاپه بل ځای وه خو خبر نه یم چې د چا په کور وه خو د کلي بر سر کې د ښځو چیغې او نعرې دي، له دې وروسته یې څو تنو نورو ته زنګ و واهه او همدا یوه پوښتنه یې کوله چاپه چیرته وه خو هر چا همدا ورته ویل چیغې دي خو وتلی نه شو سخت بمبار یې هم وکړ لا درک نه لګېږي.
مونږ ته یې ویل تاسو همدلته اوسئ زه یو وار ځم مالومات کوم چې څنګه چل دی، څو شیبې نه وې تیرې چې بېرته راغی او ویل یې زموږ کلي کې یې د ملامحمد رحیم په نوم د یو سپینږیري په کور چاپه اچولې او له سعودي څو ورځې وړاندې راغلی زوی او یو لمسۍ یې ورته شهیدان کړي، کور یې ګډ کړی، همدا یې مشر، د خبرې او ګټې وټې زوی و، په کور یې خاورې واوښتې رب تعالی دې رحم پرې وکړي.
سهار شو د صفر یک ځانګړو ځواکونو راپور خپور کړ چې د لوګر مرکز اړوند دادوخیلو کلي کې مو د حقاني شبکې د یو قومندان په ګډون څو تنه طالبان و وژل او یو مرکز مو ویجاړ کړ.
دوه ورځې تېرې شوې فیسبوک کې مې یوه ویډیو ولیدله یو سپینږیری په ملا کوپ سړی ولاړ دی او په ژړغوني لهجه وایي عسکرو ته مې و ویل زوی مې بوزئ تحقیق ترې وکړئ هغه بله ورځ له سعودي راغلی هېڅ ګناه په کې نشته خو هغه یې دلته شهید کړ او لمسۍ مې هلته شهید کړ په ماینونو یې کینولي وو، موږ یې له کور و ویستلو چې راغلو د چا غوښې هلته پرتې او د چا دلته، د دا زوی مې یوه پښه له کور لرې هلته آن مدرسې سره پرته وه.
د دې پر صبا طلوع نیوز هم یو راپور خپور کړ چې یو دیوال په وینو لړلی او همغه سپینږیری پلار د صفر یک عسکرو له لوري د زوی او لمسي د وژلو کیسه په اوښلنو سترګو کوي او وایي چې دا شپه لکه د قیامت په څېر پرې تېره شوه خدای دې په بل مسلمان نه راولي.

عاکف مهاجر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close