مقالی اوتبصرې

د عالي تحصیلاتو اعلان ډیر څه بربنډ کړل؛  ګټې، زیانونه او اړین وړاندیزونه…!

وړمه ورځ د لوړو زده کړو د وزیر په لاسلیک او د کابینې د حکم پر اساس، تر امر ثاني پورې په هیواد کې د ټولو پوهنتونونو د بندیدو اعلان وشو، چې له مخې یې  د نجونو پر مخ د ټولو ښوونیزو مراکزو دروازې وتړل شوې.

وړمه ورځ د لوړو زده کړو د وزیر په لاسلیک او د کابینې د حکم پر اساس، تر امر ثاني پورې په هیواد کې د ټولو پوهنتونونو د بندیدو اعلان وشو، چې له مخې یې  د نجونو پر مخ د ټولو ښوونیزو مراکزو دروازې وتړل شوې.

په تعقیب یې په ټولنیزو رسنیو کې دا موضوع داغ وګرځیده او د رادیویي او تلویزیوني خپرونو سرټکی هم جوړ شو؛ چې ورسره سم په کوردننه او بهر کې دا پریکړه په لوړه کچه وغندل شوه او د مختلفو پوهنتونونو د استادانو استعفاوې هم ابلاغ شوې.

دې موضوع ته په لومړي غبرګون کې د لوړو زده کړو وزیر په یوه مرکه کې وویل چې د څلورو ستونزو له کبله یې دپوهنتونونو دروازې د نجونو په مخ وتړلې او هڅه کوي، یادې ستونزو ته ژر حللاره پیدا کړي.

د حجاب سم نه مراعات کول، له نارینه وو سره نا مشروع اختلاط، د نصاب او ځینو رشتو ستونزې، چې په وینا یې ښځو ته یې ویل مهم نه دي او له یوه ولایت نه په بل کې ولایت کې، له محرم پرته د نجونو اقامت او اوسیدنه؛ هغه ستونزې وې چې وزیر د پوهنتونونو د بندیدو د لامل په توګه یادې کړې.

دې پریکړې څه بربنډ کړل؟

مخکې مې وویل چې د پوهنتونونو د بندیدو پریکړه په کوردننه او بهر کې له سختو او جدي غندنو سره مخ شوه، چې همدا لامل وو غبرګونونه هم ورته بې مخینې وو.

۱_دې پریکړې د هغو کسانو غبرګون هم را وپاراوو، چې تر پرونه یې حتیٰ د جومات ملا ته هم د خپلې کوچنۍ لورکۍ د ورلیږلو شوق نه درلوده.

۲_هغو کسانو هم دا پریکړه سخته وننګوله، چې تر پرونه به یې د نجونو مکتب او پوهنتون ته د فحاشي د مرکز په توګه کتل او خپل خو څه،  د لرې کلیوالو نجونو د ورتګ مخه یې هم حتیٰ الامکان ډب کوله

۳_دې پریکړه هغه افغاني سیکولران او العیاذ بالله ملحدین او له دین څخه وتلي کسان هم تر لمر روښانه کړل، چې تر پرونه یې له مونږ سره یواځې فکري مخالفت درلوده، هغوی تر دې کچې مبالغه وکړه، چې آن شعائرالله یې وښکنځل او د علماؤ د تحریم خبرې یې بدرګه کړې.

لنډه داچې خپل او پردیو په رسنیو، غونډو، د پیتاوي مجلسونو او د تجمع ځایونو کې یوه نه یو ډول دا پریکړه د نه منلو وړ یاده کړه او هغه ته یې توند غبرګونونه وښوودل.

لاملونه یې:

دا چې ولې تر بل هر څه دا ګرمه موضوع دومره وچورلیده، نو لاملونه یې هم څرګند دي، چې لومړی او لوی سبب یې له دې مسئلې سره د [تعلیم] د نوم یوځای کیدل دي.

داچې هیڅ ملت نه غواړي چې بېسواده ټولنه ولري، نو افغانان هم چې تازه یې د امن او سوکالۍ خوږې اوبه نوش کړې، د تعلیمي پرمختګ هیلې یې زرغونې شوې او غواړي په هر قیمت د تعلیم برخې ته پاملرنه وکړي.

که دامهال په لسګونو زره مدرسې عام ولس  تمویلوي، نو په لسګونو زرو عصري روزنځایونو کې یې هم بچیان په درسونو بوخت دي، چې د دواړو اهمیت ورڅرګند او په مشکلاتو یې خپه کیږي.

ددې ترڅنګ، مونږ چې د عصري زده کړو په برخه کې د کدرونو له نشت سره برابر یو، نو ټول افغانان ګډه هڅه کوي، دغه تشه که په هره برخه کې وي، را ډکه شي.

دویم لامل د بهرنیو کړیو ناوړه تبلیغات وو، چې دلته یې له مختلفو لارو خلک مخالفت ته وادار کړل..

کنه په تیره اداره کې که علني بندیز نه وو، خو طالب ملا د سر په بیه تر چاپو او بمباریو لاندې مدرسو کې درسونه ویل، خو داچې پر وړاندې یې خوځنده غږ نه خوت، لامل یې همدا وو، چې بهرنیانو د هغې برخې بهبود ته پام نه کاوو او ملت  د زړه په زور مخته وړلې.

وړاندیزونه او حل لارې….!

امارت دې وپوهیږي، چې د نجونو پرمخ د ښونیزو مراکزو بندول د حل لار نه ده او نه هم د غوره میکانیزم په رامنځته کیدو کې مرسته کولای شي.

همدا اوس چې لسګونه زرو نجونو ته له بهر څخه د انترنت له لارې زده کړې ورکول کیږي او بهرمیشتي خپل فکر په آسانۍ سره د هغوی مغزو ته پیچکاري کوي او یا هم د تحصیلي مراکزو هستۍ مو استعفاوې وړاندې کوي، یا له هیواده د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې لپاره د تګ هڅې کوي؛ دا ټول هغه څه دي چې هیواد د یوه بل ناورین په لوري وړي.

زما په آند…!

۱_که رښتیا هم د حجاب نه مراعات او اختلاط لویې ستونزې وي، نو هر پوهنتون او ښوونیز مرکز کې د حجاب د لزوم او اختلاط د مخنیوي په پار دې  امر بالمعروف ځانګړې څارونکې ښځینه ډلې مؤظفې شي او د تخطیو د مخنیوي واک دې ورکړل شي، چې  یوه ښه حل لار به وي.

۲_ددې لپاره چې د نجونو د تحصیل مسئلې ته له دیني زاویې هیڅ ستونزه پاتې نه وي،  د دوی د ښوونیز چاپیریال د لا ښه خوندیتوب په موخه دې ښځینه استادانې،  په کوردننه او له بهر څخه باید را پیدا او پر دندو وګمارل شي.

۳_ که په تحصیلي مراکزو کې د بداخلاقیو د لمنځه وړلو یا بیخکني مسئله د دې لامل وي، نو یوه ښه حل لاره داده چې د مشرتابه په حکم دې د نجونو د خرڅلاو «ولور» مسئله په جدي او جبري توګه ختمه شي، همغه سنت مهر دې په رضایت د جانبینو وضع شي؛ چې په دې سره به د غیر اخلاقي کړنو مخه په هر ډګر کې په بشپړه توګه ونیول شي.

۴_ که  ځینې تحصیلي  رشتې د نجونو سره سمون نه خوري، باید هغه نجونې چې د جمهوریت پرمهال یادو رشتو ته کامیابې شوې ، باید سرته یې ورسوي او د راتلونکي لپاره په کانکور آزموینو کې د نجونو لپاره د آزموینې په پرچه کې د غوراوي آپشنونه محدود شي

۵_ ددې لپاره چې له دغې مسئلې دښمنانو نوره ګټه نه وي اخیستې، امارت دې د خپل وجاهت پخاطر، باید د نجونو تعلیمي سلسله له ښارونو څخه لرې پرتو ولسوالیو او کلیو ته هم وغځوي؛ څو يې هم په دې برخه کې خلکو ته د ښه نیت څرګندونه کړې وي او هم یې د زده کړو بهیر عام کړی
وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *