افغانستان

د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې ۱۶۱ بندیان آزاد شول

شریعت: د زندانونو چارو د تنظیم اداره د اختر د رارسېدو په مناسبت د فراه او هرات له زندانونو د ۱۶۱ بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکوي.
دغه ادارې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویې ویل، چې د اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) لخوا د بندیانو د بخښنې او د مجازاتو د کمولو د فرمان له مخې، د هرات او فراه له زندانونو څخه ۱۶۱ تنه خوشې شول.
د هرات د بندخونې عمومي مدیر مولوي محمد نبي خلیل وایي، چې له دغه بندخونې څخه ۴۷ بندیان آزاد کړي، چې په کې ۷ مېرمنې شاملې دي.
ورته مهال د فراه د عمومي بندخونې مسوول ملا لعل محمد ذاکري وایي، چې د دغه بندخونې څخه یې ۱۱۴ بندیان آزاد کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون ورځ هم د غور له بندخونې څخه د اختر د رارسېدو په مناسبت ۴۱ بندیان خوشې شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *