د عالیقدر امیرالمٶمنین د فرمان پر اساس د ننګرهار له عمومي زندان څخه ۶۶ بنديان آزاد شول
د امیرالمٶمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د ننګرهار له عمومي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ تنه
د امیرالمٶمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د ننګرهار له عمومي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ تنه آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول.د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه بندیانو د خلاصون پرمهال د یاد ولایت د استېناف محکمې رئیس محمد گلاب فاروقي وویل، چې د امیرالمٶمنین حفظه الله فرمان له مخې هغه بندیان، چې جرمونه یې کم او یا ورته مقابل لوري بخښنه کړې وي په دې فرمان کې را تلای شي.
د نوموړي په وینا، ننګرهار کې د فرمان پلي کولو لپاره یو کمېسیون چې محکمه، امنیې قومنداني او استخباراتو ریاست مسوولینو په کې شتون درلود، د ۱۱ ماشومانو او ۵ ښځو په ګډون ۶۶ تنه خوشې شول.
د ننګرهار د عمومي زندان مسوول مولوي بلال شاهین وویل، چې اوس مهال په دې زندان کې د ۶۵ ماشومانو او ۵۰ ښځو په ګډون ۱۱۰۰ بندیان شتون لري، چې ورته مناسب چاپېریال او زده کړو زمینه برابره شوې ده.