افغانستانروغتیا

د عامې روغتیا وزارت: د تېرو لسیزو محرومې سیمې له روغتيايي خدمتونو برخمنې شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هغو سیمو ته روغتیايي خدمات رسول شوي، چې په تېرو څوو لسیزو کې یې اوسېدونکي ورڅخه بې برخې وو. د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي، چې په دې سیمو کې ګڼ روغتیايي مرکزونه هم جوړ شوي او دغه راز د ظرفیت د لوړونې په برخه کې یې ډير پرمختګونه کړي دي. نوموړی زیاتوي، چې تېر کال یې لسګونه افغان ډاکتران د تخصص لپاره بهرنیو هیوادونو ته لیږلي او په کور دننه یې هم د ظرفیت لوړولو لپاره ګڼ سیمینارونه ترسره کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *