دینې لیکنې

د عباداتو د قبوليت معيار

مولوي نورالحق مظهري
دا معلومه خبره ده چي هر مسلمان د خپل عبادت د قبوليت غوښتنه لري او تل ددې دعا کوي چي الله پاک يې ټول عبادات قبول کړي خو د عباداتو قبوليت هغه وخت ممکن دی چي د انسان عقيده سمه وي ځکه عقيده د اعمالو د قبوليت لپاره شرط دی تر څو عقيده سمه نه وي په هيڅ صورت کي د انسان څخه اعمال نه قبليږي او عقيده د انسان هغه وخت سميږي چي پر ټولو هغو شيانو ايمان راوړي چي د يوه مومن د ايمان راوړلو لپاره ضروري وي چي مشهور اصول د عقايدو په لاندي ډول دي:
1 – د الله پاک پر وجود او يووالي عقیده درلودل.
2 – د الله تعالي پر ټولو صفاتو عقیده درلودل.
3 – پر غيب باندي باور درلودل لکه د آخرت ورځ، د قبر عذاب، جنت، دوږخ، حساب وکتاب، پل صراط، حوض کوثر او داسي نور….
4 – پر دې خبره باندي عقيده درلودل چي د ټولو شيانو خالق الله پاک دی.
5 – پر دې باندي عقیده درلودل چي هيڅ شی د الله پاک سره مشابه او ورته نه دی.
6 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د الله پاک د علم او قدرت څخه هيڅ شی بهر نه دی.
7 – پر دې باندي عقیده درلودل چي الله پاک ازلي او ابدي دی خو مخلوقات حادث او تغيير کوونکي دي.
8 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د الله پاک لخوا ټول را استول سوي پيغمبران ثابت او پر حق دي.
9 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د الله پاک لخوا ټول را استول سوي کتابونه او صحيفې حق دي.
10 – پر دې باندي عقیده درلودل چي قرآن د الله پاک کلام دی او مخلوق نه دی.
11 – پر دې باندي عقیده درلودل چي تکوين د الله پاک د صفاتو څخه يو صفت دی.
12 – پر دې باندي عقیده درلودل چي الله پاک په خپلو ټولو کارونو کي خپلواک او مختار دی.
13 – پر دې باندي عقیده درلودل چي ملائکي د الله پاک نژدې او مقرب بندګان دي او هيڅ ګناه ورڅخه نه کيږي.
14 – پر دې باندي عقیده درلودل چي په لويه ګناه باندي مسلمان د ايمان څخه نه وځي.
15 – پر دې باندي عقیده درلودل چي ټول انبياء د ګناه څخه معصوم دي.
16 – پر دې باندي عقیده درلودل چي لومړی پيغمبر او لومړی انسان آدم عليه السلام دی.
17 – پر دې باندي عقیده درلودل چي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم خاتم النبيين دی دده وروسته بل پيغمبر نه راځي او هر څوک چي دده وروسته دعوه د پيغمبرۍ وکړي هغه درواغجن دي.
18 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم معراج حق او ثابت دی.
19 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د انبياو معجزې او د اولياو کرامتونه حق دي.
20 – پر دې باندي عقیده درلودل چي له رسول الله صلي الله عليه وسلم وروسته په امت کي لومړی غوره انسان حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه دی، وروسته حضرت عمر، وروسته حضرت عثمان او وروسته حضرت علي رضي الله عنهم دي.
21 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم اصحاب رښتيني او عادل مسلمانان وو، پر رسول الله صلي الله عليه وسلم عاشقان وو او زموږ لپاره د ژوند يوه بيلګه ده.
22 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د اهل سنتو څلور مذهبونه حق دي.
23 – پر دې باندي عقیده درلودل چي د ګناه په روا ګڼلو او د شريعت په سپکاوي باندي انسان کافر کيږي.[شرح العقائد او نور] پورته ذکر سوي شيان د عقايدو اصول دي چي هر مسلمان يې بايد مطلقا ومني او باور ورباندي وکړي که نه نو هيڅ عبادت يې د قبوليت درجې ته نه رسيٍږي البته د عقايدو د جزئي مسائلو د زدکړي لپاره هم بايد هر مسلمان کوښښ وکړي او د علماو څخه يې په اړه پوښتنه
وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *