تاریخ او جغرافیهلیکنې

د عثماني خلافت پای !

28 د رجب د 1342 هـ . ق شپه هغه توره شپه وه چې له هغې وروسته اسلامي امت د سحر رڼا په سترګو نه ده لیدلې.

مصطفى کمال ایتاترک د استانبول والي ته امر وکړ چې د سهار د لمر د راختلو وړاندى باید  سلطان عبدالحمید ترکیه پریښې وي ، د مصطفى کمال د امر سره سم فوځ او پولیس په حرکت کې راغلل او خلیفه یې مجبوره کړ تر څو ترکیه پریږدي .

د ( 28 ) (1342)هـ . ق  کوم چې د مارچ د دریمى نیټې  1924 سره سمون خوري په سهار کې دا اعلان وشو چې : د ستر پارلمان د پریکړى له مخى له نن څخه وروسته خلافت لغوه کړ او هم یې د مذهب له نړۍ څخه د جدایې اعلان وکړ چې په دې سره د هغه وخت د برطانیې خارجه وزیر لارډ کرزن په فخر سره وویل : ترکیه مو تباه کړه او له دى څخه وروسته به مسلمانان هیڅکله خپل تللى عزت دوباره تر لاسه نه کړي ځکه چې موږ د دوى روحاني قوت خلافت او اسلام دواړه له ترکیې څخه ختم کړل او پر ځاى مو جمهوریت راوست .

د خلافت د ختمیدو څخه وروسته د اسلامي امت حالت داسى شو لکه د شیدو د کوچني ماشوم له سر څخه چې د مور سیورى ولاړ شي او په دى خود غرضه نړۍ کې د خپلى بقا د جنګ لپاره یوازى پاتى شي ؛ د خلافت له ختمیدو سره سم د نړۍ وږي او استعمارګر کفار لکه د وږي لیوانو په څیر په اسلامي امت ور پرى وتل تر دى چې د مسلمانانو د وینو څښلو کې یې یو له بله سره په جنګ کولو کى هم دریغ ونه کړ ، اسلامي شریعت ختم کړى شو ، خلافت په وړو وړو ریاستونو وویشل شو او د هر ریاست لپاره بیل قانون ، قومیت او بیرغ منتخب شو تر څو مسلمانان داسى تقسیم شي چې دوباره د یو ځای کیدلو ګنجایش یې هم پاتى نه شي د اسلام عادلانه معیشت یې په غربي سرمایه رانه نظام سره بدل کړ او د مسلمانانو د نګرانۍ چارى د اسلامي حکومت پر ځاى د سیکولر نظامونو لاسونو ته پریوت .

ماخذ: د اسلامي تاريخ زړور سپاهيان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *