ادبشعرونه

د علامه اقبال د يوه شعر منظومه ترجمه

شرق چې په تقليد کې سر تر پايه شو پناه د غرب
خپله يې پر ځان کړي دا هېڅ نه ده ګناه د غرب
زور د مغرب چنګ نه دی، ګيتار نه دی رباب نه دی
هم د لوڅو لوڅو جينکو د ګډا تاب نه دی
نه د غاټول مخيو دی د کوډو د فتنو اثر
نه د لوڅ پونډيو دپستو لنډو ويښتو اثر
غرب چې دا قوت لري سبب يې بې ديني نه ده
دغه پلوشه ګوره له خط لاتيني نه ده
زور د غرب قوت د غرب له علم دی له فنه دی
بل څراغ ددوی چې دی، ددې اور له بدنه دی
علم او حکمت په تنګ پتلون په لنډ شلوار نه دی
مخه د هنر پوهې چې ونيسي دستار نه دی
شوخه شنګه ځوانه چې په علم کې يې لاس دی
داکار د دماغ بويه، نه غربي لباس دی
څوک چې هره شپه لوګی د بلې ډيوې خورينه
دی به د حکمت بورجل ته خامخا ورځينه
ګوره له حيا چې لرې لرې بوډاګان دي
پټ لکه د ښځو ، په سينګار نوي ځوانان دي
هيلې اميدونه يې له زړونو غورځېدلي دي
ته وا چې له ميندو ځنې مړه را زيږېدلي دي
نجونې يې په خپلو خپلو زلفو بنديوانې
نه عزت نه شرم بې حيا سترګې شيطانې
عیش کوي او نوش کوي ، بايللي يې دي زړونه
وروځې يې کږې لژندې تورې يا لرونه
لوڅې سپينې لېچې يې د تږي په نظردي
ته وا په څپو کې سپين کبان د سمندردي
داسې يو ملت چې يې ايرې وي بې سپرغيو
تور به يې سهار وي د ماښام له تروږميو

پير محمد كاروان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close