دینې لیکنې

د عمر بن عبدالعزیز (رح) غوندې  عدالت خپل کړئ، تر څو یو وار بیا پر یوه ویاله څنګ پر څنګ زمری او هوسۍ اوبه سره وڅښي! / لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

۱: د عمر بن عبدالعزیز میرمن فرمایي: عمر په ژړا کور ته راغلی، میرمن یې وایي:- ما ورته وویل: څه کیسه ده، عمر وویل: زما پر سر یې د ټوله

۱: د عمر بن عبدالعزیز میرمن فرمایي: عمر په ژړا کور ته راغلی، میرمن یې وایي:- ما ورته وویل: څه کیسه ده، عمر وویل: زما پر سر یې د ټوله اُمت زمه داري واچول، الله (جل جلاله) د قیامت په ورځ د هر یتیم مسکین کونډي او بیچاره پوښتنه به راڅخه کوي، او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به د اُمت وکیل وي، زه به څنگه دا حساب ورکوم.

۲: د عمر بن عبدالعزیز یوه کوچنی لور وه، د اختر ورځ وه، په ژړا راغله، پلار یې ځیني وپوښتل: لوري ولي ژاړې؟ لور يې ورته وویل: ټولي انجوني نوي جامې اغوندي، زه د امیر المؤمنین لور یم، مګر زړې جامې مي اغوستي دي..!

عمر چي د لور خبري واوریدې، خفه سو، ولاړ د بیت المال مسوول (خزانه دار) ته یې وویل: آیا ماته اجازه راکوې، چي د خپلي راتلونکي میاشتي د معاش څخه مصرف وکړم؟ خزانه دار ورته وویل: ولي اې د مؤمنانو امیره څه شوي دي؟

عمر بن عبدالعزیز د خپلي لور کيسه ورته وکړه، خزانه دار ورته وویل: اجازه به درکړم، خو په یو شرط؟ عمر بن عبدالعزيز وپوښتل: کوم شرط؟ خزانه دار ورته وویل: ته به ماته دا ضمانت راکړې، چي ته به راتلونکې میاشت هم ژوندۍ یې او هغه کار به کوې چي معاش یې لا د مخه اخلې او مصرفوې یې. عمر بن عبدالعزیز چي دا واوریدل خزانه دار یې پریښود، بیرته کور ته راوګرځید، اولادونو یې پوښتنه ځیني وکړه: څه دي وکړل پلاره؟ عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: آیا تاسي صبر کولای شئ، تر څو موږ ټول په یو ځای جنت ته داخل شو، او که صبر نه شئ کولای، نو پلار به مو جهنم ته داخل شي. اولادو یې ورته وویل: بالکل صبر کوو پلاره.

خزانې ډکي وې، نه سوالګر وو، نه د چا اړتیا وه، ذکات اخیستونکي نه و، خیرات غوښتونکي نه و، هر چا بیت المال ته د خپلي سرمایې څخه ټاکلی حد یا ذکات ورکاوه، مګر خپله د وخت امیر خپلو اولادو ته د اختر جامې نه سوای اخیستلای. دا وخت عمر بن عبدالعزیز د (۳) براعظمونو مشر او امير وو…!!! (۲۲) لکه میله مربع ځمکه کي د اسلام بیرغ رپیده او د ده پاچاهي ورباندي چلیده، هر مازیګر به یې د بیت المال مالیه راټولول او ټول مال به یې پر خوارو، غریبو او مستحقو خلګو باندي ویشه.

۳: يوه ورځ د مصر د صنغا په ښار کي يو ماشوم یو چا ووژی، نو عمر بن عبدالعزيز د هغه ښار والي ته یې وويل: که چيري ددې بې ګناه ماشوم قاتل پيدا نه شو، د ټول ښار خلګ به ورسره قصاص کړم، هغه وو چي قاتل پيدا شو او قصاص شو.

۴: عمر بن عبدالعزيز د خپل سلطنت په دوران کښې يوه ورځ کورته راغلۍ، خپلې میرمني ته يې وويل: که پيسې درسره وي رايې کړه چې انګور پرې واخلم، ځکه نن ورځ مې انګورو ته ډیر زړه شوى، میرمني يې په جواب کي ورته وويل: زه پيسې نه لرم. مګر د تعجب ځاى دى، چې تاسو سره له دې چې د وخت أميرالمٶمنين ياست، بيا هم د انګورو د اخيستلو توان نه لرى. عمر بن عبدالعزيز وفرمايل: هو! دا صحي ده، مګر دغه حالت ماته څو چنده تر دې بهتر دى، چې د قيامت په ورځ د يو خائن په صفت په دوزخ کې وغورځول شم او د خپل بادار په وړاندي د کتلو هيڅ سترګې ونه لرم.

۵: د خلګو خبرې سمې تعبیرول: عمر بن عبدالعزیز د شپې یو مسجد ته ولاړی، کله چي هلته زیاته تیاره وه، او په مسجد کښي خلګ بیده وه، نو عمر بن عبدالعزیز پر یو کس باندي وختی، هغه سړی نارې کړې ویل: ړوند یې؟ عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: ړوند نه یم، بلکي عمر یم. د ساتونکو څخه یو کس وویل: دغه کس تاته ړوند ووایه، عمر بن عبدالعزیز وویل: ړوند یې نه دی ویلی، بلکي پوښتنه یې وکړه: چي ړوند یې؟ ماورته وویل: عمر یم!

۶: یوه شپه عمر بن عبدالعزیز د دولتي څراغ رڼا ته دولتي کاغذونه مطالعه کوله، چې غلام یې راغلی، د کور کومه موضوع یې بیان کړه. عمر بن عبدالعزیز فوراً څراغ مړ کړ،

هغه ورته وویل: ولي دي څراغ مړ کړ؟ عمر وفرمایل: په دولتي تیلو باندي د شخصي معاملاتو خبري کول حرام دي.

۷: د عراق یوه بیوزله کونډه د دمشق کوڅو کې یوه زاړه کور ته ننوتله، دننه یې په تعجب سره د کور یو طرف او بل طرف ته کتل، د کور میرمن یې وپوښتله: دا رښتیا د امیرالمؤمنین کور دی؟ هغې ورته وویل: هو، دا د امیرالمؤمنين کور دی. کونډې وویل: موږ د کنډوالو او ويجاړ کورونو والا امیرالمؤمنین ته راځو، چي کورونه راجوړ کړي، مګر د ده خپل کور وران او کنډواله دی، نو موږ ته به یې څنګه راجوړ کړي؟ د امیرالمؤمنین ميرمني ورته وویل: ستاسو په څیر خلکو ته د کورونو جوړولو له وجهې دا کور داسې کنډواله او ويجاړ ګرځيدلی دی. کونډه د امیرالمؤمنین له ميرمني سره کښيناسته، دواړي په مجلس اخته شوې، د کور په یوه کونج کې یو مزدور په کار بوخت وو، د امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزيز ميرمنې کونډې سره د مجلس پر مهال هغه مزدور ته ډیر کتل، کونډه حیرانه شوه، چي د مسلمانانو د امیر میرمن پردي مزدور ته دومره په ځیر ولې ګوري، آخر یې ورته وویل: ستا لپاره ډیره بده خبره نه ده، چي د امیرالمؤمنین میرمن یې او پردي سړي ته دومره په ځیر ځیر ګورې؟ میرمني ورته موسکۍ شوه او کونډې ته یې وویل: دا پردی مزدور نه دی، دا پخپله امیرالمؤمنین دی، هغه خپل کار پخپله کوي.

۸: أمیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز بیت المال ته راوړل شوي مڼې پر خلګو وېشلې چي ماشوم زوی یې تر تقسیم مخکي یوه مڼه واخیسته، تر څو وئې خوري، خو خولې ته تر رسولو مخکي أمیرالمؤمنین ځیني واخیسته او ماشوم په ژړا کور ته د مور خوا ته ولاړی، امیر المؤمنین چي کله د مڼو د تقسیم څخه فارغ شو کور ته راغلی، نو ميرمني ته ئې د خپل زړه درد داسي ووایه: فاطمې! د خپل ماشوم د لاسه د مڼې اخیستل دومره دروند راته تمام شوه، لکه خپل زړه چي راوباسم، مګر زه د مسلمانانو په مال کي تر خیانت کولو وروسته نه غواړم هغه څه د لاسه ورکړم چي هغه زما د رب سره دي.

۹: فاطمه د عبدالملک بادشاه لور، د مروان بادشاه لمسۍ او د عمر بن عبدالعزيز میرمن وه، نوموړې د امويه خلفاوو د کورنۍ څخه وه. پلار يې داسي سره زر او جواهرات ورکړي وه، چي مثال يې نه لیدل کیدی، کله چي عمر بن عبدالعزيز بادشاه شو. خپلي میرمني فاطمې ته يې وويل: ستا خوښه ده! چي دغه سره زر او جواهر بيت المال ته سپارې او که اجازه راکوې چي سره جلا شو. ځکه زما دا نا خوښه ده، چي زه، ته او دغه سره زر دي په يوه کور کي سره واوسیږو. نیکي میرمني ورته وويل: نه بلکي! ستا خوښه ده! پر دغو او پر نورو اضافي (ټولو سرو زور) ستا واک دی چي څه په کوې. اميرالمؤمنين یو چا ته امر وکړ: دغه سره زر او جواهرات يوسی، بيت المال ته يې تسليم کړی. کله چي اميرالمؤمنين وفات او يزيد بادشاه شو. نو فاطمې ته يې وويل: که خپل سره زر او جواهر غواړې، در به يې کړم.؟! فاطمې ورته وويل: نه! په الله قسم د هغه په ژوند کي چي مي خپل نفس په خوشحاله نه کړ، له مرګ وروسته يې څنګه بیرته واخلم.

۱۰: د بادشاهۍ په لومړي کال د بیت الله متولیان ورته راغلل او ورته ویې ویل: هر کال به د وخت بادشاه بیت الله ته نوی غلاف ورکاوه، سږ کال به تاسو بیت الله ته ښکلۍ غلاف راکوئ، عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: په الله قسم په سرو زرو کې د بیت الله تر پوښلو د یوه غریب نس مړول ما ته ډیر خوند راکوي، ځئ بیت الله پوښونو ته اړتیا نه لري. الله دې له عمر څخه راضي شي.

۱۲: عمر بن عبدالعزيز ته د زکات مالونه راغله، نو يې امر وکړ: پر غريبانو يې وویشئ. ورته وويل سوه: په اُمت مسلمه کي فقير او غريب نه دی پاته، بلکي ټول غنيان دي. بيا يې وويل: اسلامي لښکري په مجهزه کړی. ورته وويل سوه: اسلامي لښکري د مال او اسباب له طرفه پوره دي. بيا يې وويل: ځوانانو ته ودونه په وکړئ. ورته وويل سوه: چا چي واده غوښتی واده يي وسو او اوس هم مال پاته دی. بيا يې وويل: د پوروړو پورونه په آداء کړئ. د پوروړو د پور تر آداء کولو ورسته بيا هم مال پاته شو. بيا یې وويل: په يهودو او نصاراو کي که څوک پوروړی وي د هغوی پورونه ور آداء کړئ. د هغوی پورونه هم آداء کړل سوه او وويل سوه: مال پاته دی. ویې ويل: طالب علماوو ته يې ورکړئ. هغوی ته هم پوره مال ورکړل سو بيا هم مال پاته شو. بيا یې وويل: غنم په رانيسی او ددې لپاره يې د غرونو پر سرونو وپاشئ، چي څوک ونه وايي: د مسلمانانو په ملکونو کي مرغان وږي دي.

۱۳: عمر بن عبدالعزيز ته وويل سوه: ای اميرالمومنين خلک سرکښه او بد اخلاقه شوي دي، یعني سلوک او د خلکو سره په ورځني ژوند کې ښه رفتار او ګفتار نه کوي، دوی نه جوړيږي بې له قمچينه. عمر بن عبدالعزيز وويل: دروغ واياست، خلک عدالت برابري او حق سموي، نه قمچينه. کله چي موږ د اسلامي قوانينو سره برابر ژوند کاوه، دغسي حال مو وو.

۱۴: عمر بن عبد العزیز د مرګ پر بستر پروت وو، هغه پوه سو چي عسکر یې په خوراک کې زهر ورکړي دي، نو یې را وغوښتی، ورته ویې ویل: ولې دي ما ته په خوړو کې زهر راکړي دي؟! هغه د بیري لړزیدۍ، په دریدلي آواز یې وویل: ستا کورنۍ بنو امیه زر (۱۰۰۰) دیناره راکړي دي چي تا ته زهر درکړم. عمر بن عبدالعزیز ورته وویل: زر (۱۰۰۰) دیناره بیت المال ته وسپاره او ځه! ما د الله سبحانه وتعالی لپاره بخښلی یې، ددې ځایه ځان لیري کړه، دلته دي خلک وژني.

که څه هم مهربانه امير د مرګ د سختيو سره لاس او ګریوان وو، او د مرګ پر بستر پروت وو، مګر بيا هم د مسلمانانو د بیت المال غم ورسره وو، همداشان سره ددې چي پر هر څه قادر وو، بيا يې هم خپل قاتل ته عفوه وکړه. ځکه يې وکولای شول چي د خپل دوه کاله او شپږ مياشتني خلافت په دوران کي فقر له منځه يوسي او عدالت خپور کړي.

د عمر بن عبدالعزيز د مړیني په شپو او ورځو کې یو چا یو عيسايي راهب وليدی چې ژړل یې، کله یې چې د ژړا د سبب پوښتنه وشوه؟ هغه ورته وویل: ځکه ژاړم چې د ځمکې پر مخ یو نور وو، او له نن وروسته به هغه نور نه وي.

هغه أميرالمٶمنين چي د هغه په وفات باندي د مسلمانانو څخه زيات يهوديانو او عيسويانو ژړلي وه، حضرت عمر بن عبدالعزيز (رحمة الله علیه) وو.

په اموي خلفاوو کې دی یوازینۍ بادشاه وو، چې آن عباسي خلفاوو یې هم احترام کاوه، پر دې علاوه دی عیسایانو او نورو کفارو ته هم د احترام وړ شخصیت ؤ.

د محمد بن معبد په نوم یو کس وایي: زه د روم واکمن ته ورغلم، هغه پر ځمکه ناست وو، سخت خپه وو، ورته ومې ویل: څه کیسه، ولې دومره خپه یې؟ ويل یې: ته نه یې خبر خورا لویه پیښه رامنځته شوې ده؟ ما وویل: څه پیښه؟ د روم پاچا راته وویل: د مسلمانانو خلیفه عمر بن عبدالعزيز وفات شوی دی، هغه زیاته کړه: زما یقین دی که د عیسی بن مریم (عليه السلام) وروسته بل چا مړي راژوندي کولای شوی، نو هغه به عمر بن عبدالعزیز وای!

د عمر بن عبدالعزیز په عهد کې ټول ولس په ماړه نس بیده کیدی، فقط یو نفر وو، چې وږی به بیده شو، هغه نفر خپله أميرالمٶمنين عمر بن عبدالعزیز وو. عمر بن عبد العزيز د ځواني په زمانه کې خورا زیات لګښتونه کول، د ده جامې، خوشبوي، خواړه خلکو کې په نوم وو، آن د ده ځانګړی مغرورانه تګ خلکو کې په «مشیة العمریة» سره مشهوره وو، داسي ښايسته جسم يي درلود چي هره جوړه به اغوستله د جسم ښکلا به یې په کښي معلوميدله، په خپل وخت کې يې مثل نه وو، مګر چي خلیفه شو دې هر څه ته یې شا کړه، دومره د زُهد، عاجزي او سادګي ژوند یې غوره کړ او دومره ډنګر شو، چي د بدن هډوکي به يې په جامو کي جلا جلا معلوميدل.

عمر بن عبد العزيز الله وایي: موږ سلف او صالحین لیدلي وه، هغوی دا ګمان نه کاوه، چې پوره عبادت او د الله سبحانه وتعالی اطاعت یوازي په روژه او لمانځه کي دی، بلکي عبادت دا هم دی چې د خلکو عزتونه، مالونه لوټ نه شي او د خلکو د ناموس خیال وساتل شي، هغه څوک چې د شپې ولاړ وي تهجد کوي او د ورځي روژه نیسي، که خپل ژبه ونه ساتي، نو د قیامت په ورځ به مفلسه وي، داسې مفلسه چې د قیامت په ورځ کي به د ده ښه اعمال هغه کسانو ته ورکول کیږي چې ده یې عزت، ناموس او مال لوټ کړی وي، او که د ده په نیکیو باندي د هغوی حقوق نه پوره کیدل، نو د هغوی ګناهونه به پرده اچول کيږي او بیا به جهنم ته وغورځول سي.

عمر بن عبدالعریز د مور له خوا د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) لمسى وو.

حضرت عمر بن خطاب (رضي الله عنه)د خلافت پر مهال امر کړى وو، چي هيڅوک بايد اوبه له شيدو سره ګډي نه کړي، يوه شپه حضرت عمر بن خطاب (رضي الله عنه) د خلکو د احوال اخیستو لپاره په ښار کي ګرځيدی، چي د يوې ښځي آواز يې واوریده، خپلي لور ته يې ويل: اوبه له شيدو سره ګډي کړی، خو لور يې ورته وويل: خليفه امر کړی دی، چي هيڅوک بايد اوبه له شيدو سره ګډي نه کړي، مور يې ورته وويل: دلته نه اميرالمومنين شته او نه هغه په موږ خبریږي، مګر لور يې جواب ورکړ: که اميرالمومنين نشته، نو الله سبحانه وتعالى خو شته. حضرت عمر (رضي الله عنه) ددې جواب په اوريدو سره ډیر خوشحاله شو، خپل زوى ته يې وويل: ته ددې انجلۍ سره واده وکړه، او ويې ويل: زه هيله لرم چي هغه ښځه به داسي زوى وزیږوي چي پر دري برعظمو به حکومت کوي، عمر ثاني (عمر بن عبدالعزيز) د دغه واده څخه د حضرت عمر (رضي الله عنه) د زوی د لور زوى یعني لمسۍ وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *