اقتصاد او رغونه

د غالیوصنعت ته باید پاملرنه وشي

شاه محمود درویش
غالۍ اوبدل په افغانستان کې مهم تولیدي صنعت دی، چې په بیلابیلو وختونو کې یې زمونږ دګران هیواد په اقتصادي برخه کې ارزښتمن رول لوبولی دی، البته سره له دې چې اوس هم په نړیوالو بازارونو کې افغاني غالۍ ښه نوم او مارکیټ لري، خو په کور دننه ددغه صنعت یو شمیر کاروباریان له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي، هیله ده چې د افغانستان اسلامي امارت اړونده ارګانونه دهیواد د غالیوصنعت کاروباریانو ته ددغه صنعت د پرمختګ لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او هراړخیزې مرستې هم ورسره وکړي . همداراز د یادونې وړ ده چې افغاني غالۍ واقعاً په نړۍ کې ساری نه لري او د غالۍ اوبدلو صنعت هم زموږ په هیواد کې ډیره اوږده مخینه لري تر دې حده پورې چې د میلاد څخه دمخه دغه صنعت زمونږ په هیواد کې رواج درلوده، دغه صنعت زمونږ د هیواد د ډیرو مهمو صنعتونو څخه شمیرل کیږي، غالۍ معمولاً د هغې سیمې په نامه سره چې نوموړې غالۍ په هغه ځای کې اوبدل کیږي، یادیږي لکه: – ترکمني غالۍ(ترکمني قالینې): چې د هیواد په شمال، شمال لویدیځ، د کندز، بلخ، جوزجان، بادغیس او هرات کې دغه ډول قالینې اوبدل کیږي، دا ډول قالینې د پاسته وړۍ، طبیعي رنګ او ښکلی سایزونو جوړیږی چې عبارت دی له: ظاهر شاهي، اتابولک، قرقین، آقچه، چکش، فیل پای، چوب باش، سارقي، سلیماني، مزاري، کندزي او په دې وختونو کې خال محمدي نوی سایز قالینې هم اوبدل کیږي، موري قالین د اوښ اعلا وړۍ دي چې طبیعی رنګ لري او ورڅخه ښایسته قالینې جوړیږي چې د هیواد په زړه پوری قالینی شمیرل کیږي او د صادراتو له پلوه هم ځانکړی ارزښت لري.
– بلوچي غالۍ(بلوچي قالینې): ددغه ډول قالینو صنعت د بادغیس، هرات، فراه او نیمروز په ولایتونو او په ځانکړي توګه د ایران او پاکستان په سرحدونو کې رواج لري، دا ډول قالینې د خاص وړۍ طبیعی رنګ او په زړه پورې سایزونو کې کارول کیږي او اقسام یې عبارت دي له: مشواني، شیندندي، پنج محراب، کوداني، تایمني، جمشیدي، چچکتو او نور مختلف ډولونه لري. له شک پرته افغاني غالۍ سربیره پردې چې په هیواد کې دننه خرڅیږي په بهرنیو هیوادونو کې هم زیات شمیر اخیستونکي او مینه وال لري، افغاني غالۍ د جنسیت، پایښت، رنګ او ډیزاین له پوله نړیوال شهرت لري، هرڅومره چې وکارول شي په هماغه اندازه یې بیه لوړیږي، د غالۍ اوبدلو پر صنعت سربیره د ټغر اوبدلو صنعت هم دی چې د هیواد په زیاترو سیمو کې رواج لري قاقمه د ټغرونو ډیر مهم او مشهور ډول دی چې د سرپل او جوزجان په ولایتونو کې اوبدل کیږي.
بنا دا یو رښتینی او انکار نه منونکی واقعیت دی چې زمونږ غالۍ په نړۍ کې ساری نه لری او ګن شمیر بهرنیان پردی سربیره چې هغه خوښوي ستائي یې هم ځکه چې هغه زمونږ د هغو پتمنو هیوادوالو د هڅې و هاند نتیجه ده چې په بشپړ صداقت او ایمانداري سره یې په لوړ کیفیت او ښه بڼه جوړوي که څه هم ددغه صنعت ځانکړي اوبدونکي پخوا فقط زمونږ د هیواد د شمالي سیمو پتمن هیوادوال وو خو اوس دغه صنعت د هیواد په ځینو نورو سیمو کې دود شوی دی، البته په هیواد کې د کورنیو جګړییزو ناتارونو له امله زمونږ زیاد شمیر هیوادوال بهرنیو ملکونو او په ځانګړي توګه ګاونډي هیواد پاکستان او ایران ته د مهاجرت لپاره اړ شول خو زمونږ دغه پتمن هیوادوال بیا په پاکستان کې په ځانکړي توګه غالۍ اوبدونکي صنعت کاران آرام او لاس ترزنې کښی نه ناستل، بلکې د غالیو په اوبدلو یې پیل وکړ او په دې توګه یې دخپل ژوند هوساینی په موخه ګټور ګامونه اوچت کړل چې په دې بهیر کې زمونږ د هیواد د بیلابیلو سیمو خلکو هم د غالۍ اوبدلو صنعت ته مخه وکړه چې دم ګړی د هیواد په مختلفو سیمو کې زمونږ پتمن هیوادوال د غالۍ اوبدلو په صنعت کې ځانکړی مهارت لري او عملاً هم ډیرې ښې ښکلې غالۍ جوړوي او کورنیو او بهرینو مینه والو ته یې وړاندې کوي سره له دی چې زمونږ هیوادوالو د پاکستان په هیواد کې نوموړی صنعت پیاوړی کړ خو هغه هیواد هم په نړیواله کچه زمونږ غالۍ د خپل هیواد په نامه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړی، خو انشاالله چې وروسته له دې به داسې نه کیږي ، بلکې هیوادوالو ته به ددې زمینه برابره شي چې وروسته له دې خپل صنعت د خپل هیواد په نامه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي، البته په دې وروستیو څو کلونو کې د افغانستان غالیو په نړیوالو نندارتونونو کې د ګڼ شمیر هیوادونو ترمنځ لومړی مقام هم ګټلی دی. البته سره له دې چې د غالیو اوبدلو ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې د هیواد د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې تریوه حده پانګونې شوي ترڅو افغانی صنعت په چټکتیا سره وده او پراختیا ومومي او په ښه بڼه او کیفیت سره نړیوالو مارکیټونو ته هم لاره پیدا کړي، خو دریغا چې دم ګړۍ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې غالی اوبدونکي د یو لړ ستونزو د شتون څخه سرټکوي، پر دی اساس اړینه او ضروري بریښي چې د افغانستان اسلامی امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین باید په مناسبو وختونو کې د هیواد د غالۍ اوبدونکو د ستونزو د حل لپاره لازمې آسانتیاوې په نظر کې ونیسي ترڅو ددغه ښکلي صنعت مینه وال لا وهڅیږي او په خپله بې ساری لیوالتیا نوموړي صنعت ته لا هم وده او پراختیا ورکړي، همداراز اړینه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو ترڅنګ په هیواد کې ګڼ شمیر خیریه موسسې او بنسټونه د هیواد د غالۍ اوبدونکو د ستونزو د حل لپاره لازمې مرستې وکړي، ترڅو په دې برخه کې دوئ ته په ښه توګه آسانتیاوې برابرې شي یعنی نوي او مدرنه د غالۍ اوبدلو تخنیکي وسایل د دوئ په واک کې ورکړي او دوئ په دې وتوانیږي چې دغه ښکلی صنعت لا هم په ښکلو ښکلو او نویو بڼو خپلو کورنیو او بهرنیو مینه والو ته وړاندې کړي.
بناً پاک الله(ج) دې وکړي چې د اسلامی امارت اړونده مراجع د هیواد د غالۍ اوبدونکو د نوموړي صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې سربیره پردې چې خپلی هیڅ راز مرستې ونه سپموي، بلکې د نورو خیریه موسسو، بنسټونو او په ټوله کې د قدرمنو پانګوالو هر اړخیزې پانګونې او همکاري هم راجلب کړي ترڅو په مرسته یې د تل لپاره زمونږ د هیواد دغه ښکلی صنعت په نړیواله کچه په مختلفو نندارتونونو کې لومړی مقام ولري او په دې توګه زمونږ د هیواد او هیوادوالو اقتصاد، وده او پرمختګ وکړي او ورځ تر بلې لا هم غښتلی او پیاوړی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *