افغانستاناقتصاد او رغونه

د غزني – ګردېز سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د غزني- ګردېز سړک د بیارغونې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د ټولګټو وزارت د غزني- ګردېز سړک د بیارغونې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد سړک د بیارغونې چارې د غزني له ښار څخه   پیل شوې او ټاکل شوې ده، چې د پکتیا ولایت تر مرکز ګردېز پورې د ۵۵ کیلو متره په اوږدوالي سره بېرته رغول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د غزني – ګردېز سړک  ۳۴ کیلومتره د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر دې دمه نه دی پوخ شوی او په پام کې ده، چې دغه برخه هم په اساسي ډول ورغول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *