دینې لیکنې

د غړو او اندامونو ساتنه

مولوي محمد علي عظمت
او بېشکه چې بنده د الله تعالی د دین د احکامو ساتنه داسې کوي، چې سړی (انسان) خپل اندامونه له ګناهونو څخه وساتي او د الله جل جلاله د اطاعت لور ته يې رهبري (روان) کړي. او اې وروره/خورې! په دې مسئله کې لږ څه تفصیل ته ځير شه؛ ځکه ياده مسئله ډېره ارزښتناکه ده. لاندې نقطې وګورئ:
لومړی: بنده خپل زړه وساتي (الله جل جلاله د خپل بنده د زړه ساتنه کوي)
د الله تعالی ساتنه داسې ده، چې بنده خپل زړه له شهواتو او شبهاتو څخه وساتي.
دا د غوښې ټوټه چې ضایع شي، بیا له تا نه هر څه ضایع کيږي. دا د غوښې ټوټه زړه دی. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دې ټوټې د ارزښت بیانونکی او واضح کوونکی دی، وايي: «خبردار! او بېشکه په جسد کې يوه ټوټه غوښّه ده، کله چې هغه سمه شي نو ټول بدن سم شي او چې هغه فاسده شي، ټول بدن فاسد شي. خبر شئ! هغه زړه دی.»
چې زړه دې په ذکر او طاعت سره سم کړ، نو لاس، سترګه، غوږ، پښه، ګېډه او شرمځای؛ ټول سم شول.
بېشکه ټول خلک د قیامت په ورځ له زیان سره مخ کېدونکي دي، چې نه يې مال ژغورلی شي او نه اولاد او مېرمن نجات ورکولی شي. يوازې هغه څوک به خلاصون مومي، چې له هغه سره روغ زړه وي. «کله چې نه مال څه ګټه رسوي، او نه اولاد، پرته له دې څخه چې څوک له روغ سپېڅلي زړه سره د الله جل جلاله حضور ته ورغلی وي.» د شعراء سورت (۸۸ او ۸۹) آيتونه.
(هغوی) وايي: روغ زړه هغه دی، چې نه شهوت ورننوتلی وي او نه شبهه.
وايي: روغ زړه هغه دی، چې په هغه کې له الله جل جلاله پرته بل څه نه وي.
او وايي: روغ سلیم زړه هغه دی، چې هغه په لا اله الا الله محمد رسول الله سره ډک شوی وي.
بېشکه روغ او سلیم زړه هغه دی، چې د شبهاتو او شهواتو له رنځونو څخه خوندي وي، له شک او شرک نه روغ وي، له رياء او نفاقه محفوظ وي، له کبر او غروره پاک وي، له کینې او حسده بې غمه وي. لنډه دا چې له هر ډول رنځه خلاص وي او د الله تعالی په توحيد او تعظیم سره ډک شوی وي، په اخلاص او صداقت ډک وي، د زړه توکل او تکيه پر الله جل جلاله وي او له الله سبحانه وتعالی څخه په وېرې سره ډک وي، لکه د ابراهيم علیه السلام زړه، هغه چې الله جل جلاله يې په اړه وايي: «او د هغه پر طریقه په چلېدو کې یقیناً ابراهيم علیه السلام هم و، کله چې هغه خپل رب ته په پاک زړه سره راغی.» د صفات سورت، (۸۳ او ۸۴ آيتونه)
او الله سبحانه وايي: «او څوک چې په الله جل جلاله باندې اېمان راوړي، هغه د ده زړه ته هدایت وربښي.» د تغابن سورت، (۱۱) آيت.
او څوک چې الله تبارک وتعالی ته سجده لګوي، هغه د ده زړه ته لارښوونه کوي. څوک چې جومات ته ځي، هغه د ده زړه ته هدایت کوي. څوک چې هغه ته لاسونه پورته کوي، هغه د دزه ړه سمې لارې ته ورسموي. «او کومو کسانوچې زمونږ لپاره هڅه کړې، مونږ به هغوی هرومرو خپلو لارو ته ورسوو.» د عنکبوت سورت، (۶۹) آيت.
او ته چې درسونو او محاضرو ته او د خیر او ذکر غونډو ته ورځې، الله جل جلاله تا داسې نه کوي، لکه هغه څوک چې مخ يې واړاو او د چټياتو په چایخونو (سماوارونو) د زور () او فحشاء په ځايونو کې، له لېوني سازو سرود سره کېناست او همداشان له هرې ټيټې، بې ارزښته وينا او فعل سره يې ډډه وهلې وي. نه، هيڅکله په الله قسم (تا به داسې نه کوي.) «ښه، آيا مونږ به فرمان منونکي له مجرمانو سره برابر کړو؟ څه درباندې شوي؟ تاسو څنګه فیصلې کوئ؟» د قلم سورت، (۳۵ او ۳۶ آيتونه)
خو هغه چې هدایت يې واورېده، بیا یې مخ ترې اړاو او لرې شو او ښه لرېوالی یې غوره کړ. بېشکه هغه له ستر ګواښ سره مخ دی، الله تعالی به هغه ته هيڅکله لارښوونه و نه کړي. «لکه څنګه چې دوی په لومړي ځل (د قرآن په څېر معجزه باندې اېمان را نه ووړ، مونږ هم (د دوی د ضد په بدل کې) د هغوی زړونه او سترګې اړوو او همداسې يې په خپله سرکشي کې لالهانده پرېږدو.» د انعام سورت، (۱۱۰)
آيت.
يقيناً مؤمن ته په کار ده چې خپل زړه الله جل جلاله ته روغ رمټ وروسپاري، چې هغه الله تعالی سمې، سېده، نېغې لارې ته برابر کړي. الله سبحانه وتعالی وايي: «یقیناً په دې کې د هغه شخص لپاره د نصیحت سامان دی، چې له هغه سره زړه وي یا حاضر دماغ وي، غوږ ږدي.» د ق سورت، (۳۷) آيت.
ټول خلک زړونه لري، خو موخه او هدف پوه، سترګه ور زړه دی. «حقیقت دا دی، چې سترګې نه ړنديږي خو هغه زړونه ړنديږي، چې دننه په سینو کې دي.» د حج سورت، (۴۶) آيت. «څوک چې په دې باور لري، پر تا چې د خپل رب له لوري څه نازل شوی، هغه حق دی. ښه! نو دی د هغه چا په څېر کېدای شي، چې هغه بالکل ړوند وي؟ حقیقت دا دی، نصیحت هغه څوک مني، چې عقل لري.» د رعد سورت (۱۹)
آيت.
له دې امله الله سبحانه وتعالی یو قوم ملامت کړ، چې هغوی له خپلو اندامونو څخه ګټه نه وه پورته کړې او د هغو په اړه يې وويل: «او مونږ له پېريانو او انسانانو څخه ډېر د جهنم لپاره پيدا کړي دي. د هغوی زړونه شته، خو فکر نه کوي. او د هغوی سترګې شته، خو څه نه پرې ويني. او د هغوی غوږونه شته، اما څه نه پرې اوري. دا خلک د څارويو غوندې دي، بلکې له هغوی نه ډېر بې لارې دي. او همدا خلک په غفلت کې پراته دي.» د اعراف سورت (۱۷۹) آيت.
نو مسلمان دې خپل زړه ته پاملرنه وکړي، د هغه څارنه دې وکړي او له ناروغیو څخه دې وساتي، ځکه زړه هم پټې ناروغۍ لري، چې سړی هغه ته ډېر لږ متوجه کيږي او يا روغ ترې پاتې کيږي. او پوه دې شي چې نېک عملونه په هغه اندازه غټيږي او ستريږي، څومره چې زړه د الله جل جلاله په تعظيم او محبت کې زیادت کوي. او ډېر ځله دوه سړي یو شان کار کوي، ولې د دوی دواړو ترمنځ په اجر او ثواب کې د اسمان او زمکې غوندې فرق وي، لامل يې دا دی چې په زړه کې دې کار ته دواړه په کومه سترګه کتلي وي. «خبردار! او په زړه کې يوه ټوټه غوښه ده، کله چې هغه سمه شي نو ټول بدن سم شي او کله چې هغه فاسده شي، ټول بدن فاسد شي. خبردار شئ، هغه زړه دی!»
۱ ــ بخاري: ۲۷۸۲ ، مسلم: ۸۵ او احمد: ۵/۳۶۸ او ۴۱۸ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *