افغانستانراپورونه

د فاع وزارت له کاره لوېدلې الوتکه الوت ته چمتو کړه

د ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک انجینرانو یوه بله روسي الوتکه ترمیم او الوت کولو ته چمتو کړه.
یو شمېر هېوادوال وایي، خوشاله دي چې دفاع وزارت د وسایلو په ترمیم کار شروع کړی او ګټه اخېستنې ته یې چمتو کوي.
خالد اتل چې د کابل اوسېدونکی دی شریعت ورځپاڼې ته وویل:»ماشاالله د دفاع وزارت کارونه د ستاینې وړ دي هغه څه، چې هېوادوال غواړي او ورته خوشالېږي د بیارغونې او ابادۍ خبرونه دي.موږ د دفاع وزارت د هوایي ځواک له انجینرانو ډېره مننه کوو، چې له کاره لوېدلي وسایل لکه چورلکې، رنجرې او د پوځ اړوند وسایل رغولو ته یې کار ویلای او ګټې ته یې چمتو کوي.الله ج دې زموږ انجینرانو ته ډېر عمر ورکړي. د وطن دښمنان دې تباه شي. له حکومت هېله لرمه، چې دغه اشخاص تقدیر او ونازوي.»
محمد حارث شریعت ورځپاڼې ته وویل: « موږ د خپل پوځ تر شاه ولاړ یو. دغه کړنې چې دفاع وزارت ورته کار ویلای موږ یې ستاینه کوو.
د فاع وزارت زموږ د زړه په خوښه خپلې چارې مخته وړي. له کاره د لوېدلو وسایلو د جوړولو اقدام یې عالي دی او ښه فکر یې کړی چې وسایل رغوي.»
د ملي دفاع وزارت دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر ستایل کېږي، چې د انجینرانو ډله یې هغه وسایل رغوي، چې له کاره لوېدلي وي.
د اجمل اتل په نوم کس راته وویل:»ان شاء الله د دفاع وزارت دغه اقدام د ستاینې وړ دی. همدوی به افغانستان د پوځ په برخه کې له سیالانو سره سیال کوي.دا چې د وسایلو رغولو ته یې کار ویلای موږ خوشاله یوو او دغه لړۍ باید جاري وساتي.»
خو دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه د ترمیم کړې الوتکې د ترمیم د الوت ویډیو هم خپره کړې او زیاتوي د هوایي ځواکونو تخنیکي ټیم (انجینرانو او تخنیکرانو) یوه بله (AN-32B) روسي ډوله الوتکه ترمیم او فعاله کړه. چې ازمایښتي الوتنه یې په بریالېتوب ترسره کړه.
باید یادونه وشي چې دفاع وزارت څو ورځې وړاندې په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې د ۴۱ عرادې بېلابیلو وسایطو د ترمیم خبر ورکړی وو، چې ‏(۳۰) عرادې هاموې ټانګونه، (۶) عرادې انټرنشنل موټر او (۵) عرادې رينجر موټر پکې شامل وو.

راپور: پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *