افغانستاناقتصاد او رغونه

د فراه د کرنې ریاست په عوایدو کې ۹۰ سلنه زیاتوالی  راغلی

شریعت: د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

شریعت: د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ۹۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالمؤمن فیصل د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې سږ کال یې د عشر او زکات د راټولو له لارې ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې تېر کال دغه عواید یوازې ۱ میلیون افغانۍ وو.

مولوي فیصل همدارنګه زیاته کړه، چې سږ کال د طبي بوټو (هنجه، اورشي) او نورو بوټو څخه یې ۸ میلیونه ۶۵۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي. هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم  د عایداتي ادارو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *