دینې لیکنې

د قادسیې  تاریخي واقعه!

ابومحجن ثقفي یو مشهور شاعر او غیرتي سړي وو، سعد بن وقاض ( رضي الله عنه) د شراب څکلو په جرم زنداني کړی وو، ابو محجن د زندان له کړکۍ څخه د جنګ صحنه کتله او د ډېرې جزبې او شجاعت له وجهې ډېر بې تابه وو، د سعد ( رضي الله عنه)  مېرمن د هغه ځای

ابومحجن ثقفي یو مشهور شاعر او غیرتي سړي وو، سعد بن وقاض ( رضي الله عنه) د شراب څکلو په جرم زنداني کړی وو، ابو محجن د زندان له کړکۍ څخه د جنګ صحنه کتله او د ډېرې جزبې او شجاعت له وجهې ډېر بې تابه وو، د سعد ( رضي الله عنه)  مېرمن د هغه ځای

څخه تېرېدله ، ابومحجن ورته وویل چې د خدای لپاره ما پرېږدئ، زه هم غواړم چې د دښمنانو

سره جنګ وکړم او خپل بړاس وباسم، که چېرته ژوندی پاتې شوم نو خپله به راشم او زولنې به په پښو کړم، زبراء چې کله انکار وکړ نو ابو محجن له ډېره درده دا اشعار وویل:

کفی حزنا ان تردی الخیل بالقنا

و اترک مشدودا علی وثاقیا

اذا قمت عنا في الحدید و اغلقت

مصاریع من دوني تصم المنادیا

زما لپاره همدا غم کافي ده چې زه دې په زولنو کې تړله یم او دوئ په اسپ سوار نیزې چلوي،

کله چې زه غواړم چې پورته شم نو زولنې مې نه پرېږدي، او دروازې وتړل شي چې غوښتونکی په غوښتلو غوښتلو ستړی شي،

زبراء ورته خوا بدې شوه او زولنې یې ترې خلاصې کړې، ابومحجن چې څنګه آزاد شو نو د برق په څېر یې د جنګ مېدان ته ځان ورساوو او په داسې شان یې حمله وکړه چې په کوم صف به ننووت نو هغه صف به یې درهم برهم کړ، سعد بن وقاص (رض) هم ډېر حېران وو

چې دا غیرتي سړی څوک ده؟

 ځان سره یې چورت وواهه چې د دې حملې انداز خو د

ابومحجن په څېر ده خو هغه خو په بندي خانه کې ده.

کله چې د شپې جنګ ختم شو نو ابومحجن بیرته زندان ته راغی او خپلې زولنې یې په پښو  کړې نو سلمی دا ټوله واقعه سعد (رض) ته وکړه، سعد (رض) په همدغه وخت ابومحجن  پرېښود او وې ویل.

په رب العالمین مې دې قسم وي کوم شخص چې په داسې طریقې سره په مسلمانانو باندې جانثار وي زه هغه نشم زنداني کولای. ابومحجن وویل :

خو په خدای دې زما هم قسم وي چې د نن څخه وروسته به هېڅ کله شرابو ته لاس ورنه وړم .

ماخذ: د اسلامي تاريخ زړور سپاهيان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *