افغانستان

د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمه بدل شي

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست څرګنده کړې د دغه ریاست له لوري د قرغې بند په لوړو غونډیو کې، چې څه موده مخکې د اوبو د یوې زیرمې او د ونو د خړوب پر سیستم کار پیل شوی و؛ اوس هم روان دی.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست څرګنده کړې د دغه ریاست له لوري د قرغې بند په لوړو غونډیو کې، چې څه موده مخکې د اوبو د یوې زیرمې او د ونو د خړوب پر سیستم کار پیل شوی و؛ اوس هم روان دی.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رییس ويلي؛ د یادې سیمې د پراختیا لپاره په دې وروستیو کې د ۲ اعشاریه  ۵ میلیون لیتره اوبه ځایوونکې زیرمه جوړه شوې ده.

یاد ریاست په ډاګه کړې؛ اوسمهال د ۳۵۰۰ متره پر اوږدوالي د خړوب سیستم د نل تېرولو کار روان دی، چې د اوبو له دې زیرمې به د ۴۰ شیردانونو له لارې ۴۵۰۰۰۰ متر مربع ځمکه او ۵۵۰۰۰ ونې خړوبه شي.

دغه راز ویل شوي؛ د اوبو دا زیرمه د قرغې بند په یوه لوړه غونډۍ جوړه شوې، چې پر واتر پمپ اوبه پورته ځي او وروسته به په معیاري توګه ورڅيرمه سیمې خړوبوي.

د زرغونتیا ریاست د رییس د څرګندونو له مخې؛ دوی پلان لري، چې د نیالګیو کینولو په موسم کې لسګونه زره میوه لرونکې او زینتي ونې کینول شي او له دې زیرمې له لارې به خړوبيږي.

 کابل ښاروالۍ ډاډ ورکوي، چې د قرغې بند سیمه به په یوه لوی دمه ځي یا تفریحي پارک او زرغونې سیمې واړوي او د همدې موخې لپاره په پام کې ده، چې څو نورې څاګانې هم وکیندل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *