افغانستان

د قزاقستان د لومړنیو خوراکي توکو مرسته هېواد ته راورسېده

له قزاقستان څخه د لومړنیو خوراکي توکو لسګونه واګونه بشر دوستانه مرسته بلخ ته راورسېده. د بلخ ولایتي چارواکي وايي چې د قزاقستان دغه مرسته کابو ۸۱ واګونه ده، چې ۳۵ واګونه د حیرتان بندر له لارې هېواد ته را رسېدلي او ۴۶ واګونه به سبا ته راورسېږي. د بلخ ولایت چارواکو د دقزاقستان له مرستو مننه کړې او پر نورو ګاونډیو هېوادونويې هم غږ کړی چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي. د افغانستان لپاره د قزاقستان سفیر حلیم خان ایسینګلدیف ویلي، چې د مرسته شویو ۸۱ واګونه خوراکي توکو له جملې یې ۳۵ واګونه خوراکي توکي چې نخود په کې شامل دي افغان پلاوي ته وسپارل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *