افغانستاناقتصاد او رغونه

د لغمان په قرغیو کې ۳ ميلیونه ډالره پانګونه کېږي

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په زعفرانو سيمه کې درې شرکتونو ته ۱۵۰۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوې، چې دغه شرکتونه به د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخو کې پرې ۳ ميلیونه ډالره پانګونه وکړي.
په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د لغمان والي قاري زين العابدين عابد وويل، چې نن د قرغیو ولسوالۍ اړوند د زعفرانو سيمه کې درې شرکتونو ته ۱۵۰۰ جريبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه، چې په کې به دغه شرکتونه د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخو کې پرې ۳ ميلیونه ډالره پانګونه وکړي چې ورسره به سم ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
نوموړي د یادو شرکتونو له مسوولينو وغوښتل، چې خپل کارونه دې ژر پیل او هم يې په نورو شرکتونو غږ وکړ، چې را دې شي او په لغمان کې دې پانګونه وکړي.
ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د یادې دشتې په ابادېدو سره به لغمان د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخو کې لا پرمختګ وکړي.
ورپسې د شرکتونو په استازولۍ محمد نذير احمدزي د لغمان والي څخه مننه وکړه، چې د دوی لپاره يې په دې ولايت کې د پانګونې زمينه برابره کړې.
نوموړي وويل هڅه کوي، چې يو شمېر نور نړۍ وال سوداګر هم په لغمان کې پانګونې ته وهڅوي، ترڅو دا ولايت د ځان بسیاینې لوري ته لاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو ته په لغمان کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د تقویې په موخه دولتي ځمکې په اجاره ورکړل شوې، چې ورسره سم یاد سکتور په ټولو برخو کې پرمختګ کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *