افغانستان
د لومړي ځل لپاره د پکتیکا ۳ ولسوالیو ته مخابراتي خدمات وغځول شول
د پکتیکا د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریاست وايي، د دغه ولايت په ډيله، نکه او زيړوک ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبكي غږيز او انټرنيټي خدمات پیل کړل. د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، چې لا هم د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي، خو زیاتوي، هڅې روانې دي چې يادې ولسوالۍ هم ډېر ژر تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي. د یادو ولسوالیو خلک د مخابراتي خدماتو پر پیلېدو خوښي ښيي او وايي، اوس به یې ډېر کارونه اسانه او ګڼې ستونزې به يې حل شي. د یادولو ده د پکتیکا څو نورې ولسوالۍ لا هم د موبایل شبکې له خدماتو بې برخې دي چې اوسېدونکي یې له ګڼو سونزو سره لاس او ګرېوان دي.