افغانستان

د لوړه زده‌کړو وزارت: د پوهنتونونو ښوونیز نصاب به ډېر ژر خپور شي

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم وايي چې د پوهنتونونو پر ښوونیز نصاب د بیاکتنې کار پای ته رسېدلی او ډېر ژر به خپور شي. نوموړی چې پروان ولایت ته تللی په یوې غونډه کې ویلي چې د پوهنتونونو استادانو ته به د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه دننه پههېواد کې برابره شي. د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست همداراز په هېواد کې د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري د جعلي اسنادو پر ورکړې نیوکه کوي او وایي چې خصوصي پوهنتونونه هم باید د دولتي پوهنتونونو په څېر د لوړو زده‌کړو وزارت پر معیارونو برابر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *