افغانستان

د لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلی نصاب د بيا کتنې لړۍ دوام لري

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت له لوري د یو ملت پو تحصیلی نصاب د بیا کتنې په لړکې د ټولنیزو

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت له لوري د یو ملت پو تحصیلی نصاب د بیا کتنې په لړکې د ټولنیزو علومو پوهنځیو تحصیلی نصاب ته د بیا کتنی کلستر پای ته ورسید.
پدغه علمي کلستر کې د هیواد په کچه د اړونده پوهنتونونو یو شمیر استادانو، علمي کدرونو او د اړونده وزارتونو د امر المعروف، حج اوقافو ، اطلاعاتو و فرهنګ استا زوهم ګدون درلود چې پکې د کلستر برخه وال په اوو مختلفو ګروپو لرغو نپوهنه، انسان پوهنه، تاریخ، جغرافیه، فلسفه، ټولنپوهنه او ګرځندوي کلسترو ویشل شوي ول چې د اوږدو بحثونو او څیړنو وروسته هغه مضامین چې ورته اړتیا لیدل کیده ځای په ځای او هغه چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره یې اړخ نه لګاوه له نصاب څخه حذف شول په وروستۍ برخه کې د کلسترونو نشیانو خپل ګزارشاتونه په شفاهي اولیکلې بڼه د تحصیلی نصاب مسؤلینو ته وړاندې کړل چې د مسولینو د تایید وړوګرځیدل په پای کې
په کلسترو کې برخه والوته د تحصیلی نصاب رییس عبدالروف فراهی پخپله وینا کې وویل چې د هیوادونو پرمختګ د ځوان نسل په تحصیل او د تحصیلی بنسټونو په پیاوړتیا اوحدت کې نغښتی دی ښاغلي فراهي زیاته کړه موږ هڅه کوو ترڅو په هیواد کې د شته کدرونو او متخصیصینو پرمټ داسي تحصیلي نصاب جوړکړو چې زموږ محصلینو ته په لوړنړیوال کیفیت د زده کړو زمینه برابره کړو ترڅو د نړۍ له پر مختللو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه شي هغه وویل د اسلامي امارت چارواکي ژمن دي چې پدې برخه کې شته ستونزې زرتر زره هوارې کړي او د زده کړو لپاره ډاډمن چاپیریال رامنځته کړي
یاد کلستر د مرغومي په ۲۴ مه پیل او دهمدغه میاشتې په ۲۹ مه نیټه پای ته ورسید دغه لړۍ لا دوام لري
سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *