افغانستان

د لوګر پوهنتون کتابتون ته د یو ملیون افغانیو په ارزښت کتابونه واخیستل شول

د لوګر پوهنتون مسوولین وايي، چې د دغه پوهنتون کتابتون ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېل کتابونه واخیستل شول.
د یاد پوهنتون مطبوعاتي مسوول محمد نسیم ریحان باختر آژانس ته وویل، چې په دغو کتابونو کې د زراعت، جیولوجي، کانونو، ساینس او روان شناسۍ برخې ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه د یو میلیون افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه اخیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغه کتابتون کې د شرعیاتو، جیولوجي، کانونو، زراعت او ښوونې او روزنې پوهنځیو له ۱۷ زره ټوکو زیات بېلابېل کتابونه شته، چې وخت نا وخت ترې محصلین ګټه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *