بېلابېلې لیکنې

د مؤسساتو اهداف! میا نورآغا

غربي نړۍ بالخصوص یهود په نړۍ د فکري او ظاهري حاکمیت په لټه کې دي. د دې هدف په تر لاسه کولو کې له ډیرو لارو چارو څخه کار اخلي چې د دې له جملې څخه یوه مؤسسات دي.

غربي نړۍ بالخصوص یهود په نړۍ د فکري او ظاهري حاکمیت په لټه کې دي.
د دې هدف په تر لاسه کولو کې له ډیرو لارو چارو څخه کار اخلي چې د دې له جملې څخه یوه مؤسسات دي.
دوی د نورې نړۍ بالخصوص مسلمانانو د اقتصاد ځپلو ، د هغوی په اقتصادي منابعو باندې د قبضې او د مسلمانانو محتاج کولو لپاره زیات پرګرامونه په کار اچوي.
چې کله هم په یو ځای کې د دوی لخوا فقر او غربت مسلط شي بیا د ځایي حکومت کنټرولو او تابع کولو لپاره:
1- داسې سودي قرضي ورکوي چې هغوی یې نشې ادا کولی او دا سود د وخت په تیریدو لوړیږي تر دې چې ځایی حکومت ټول اقتصادي پرګرام دوی ته وسپاري.
2- مشروط کومکونه کوي چې شرائط یې د هغوی تابع کولو لپاره وي.
3- په ټاکنو کې لابي ګیري کوي تر څو د دوی د خوښې او د شرائطو برابر پرټوکولي کاندید منصب ته ورسوي او خپل اغراض پرې حاصل کړي.
دا ټولې کړنې په هیڅ بادرکه او با احساسه پتې نه دي، په لرې او نژدې کې زیات مثالونه لري.
او د عوامو د بې لاري او کنټرول لپاره مؤسسات په کار اچوي چې په دې سره دوی څو اهداف تر لاسه کوي:
1- جاسوسي: دوی په هر ځای کې ګرځي د خلکو افکار او طبائع معلومه وي او کار پرې کوي، د دوی فکر ته نژدې او لرې معلوموي او په اړه یې مناسب تصمیم نیسي، د رعیت او حکومت تر منځ واټن ایجادوي.
2- د حکومت او رعیت تر منځ واټن: دوی چې کله حکومتونه کمزوري کړي او بیا د خپلو شرائطو مطابق سودي قرضونه ورکړي، د دوی یو مهم شرط په اولي ضرورتونو قوي ګمرک اوټکس لګول دي چې له دې سره رعیت فقر ته رسیږي او خپل ضرورتونه نشي پوره کولی، په دې وخت مؤسسات بیا د مرستو لپاره رامخ ته کیږي، مؤسسات په دې مرستو سره عوامو ته ځانونه خواخوږي معرفي کوي او حکومت د دوی دښمن معرفي کوي، عوام هم لنډ فکر کوي: د دوی په مرستو او د حکومت په ټیکسونو فیصله کوي.
عوام اوږد فکر نه کوي د ټیکسونو شالید او د دوی ظاهري مرستې نه څیړي، له دې امله د رعیت او حکومت تر منځ واټن زیاتیږي بدبیني پیداکیږي او آخر خبره بغاوتونو ته رسیږي.
3- فحشاء: د مؤسسې د کارکنانو د جلب لپاره له ځایي خلکو څخه ښایسته پیغلې او ښځې په لوړ معاش سره ګمارل کیږي له دوی سره با استعداده ځوانان جلب کیږي او بیا د دوی تر منځ یو مخلوط نظام پر مخ بیول کیږي، دا ځوانان او انجونې د دوی په تشکیل کې په فحشاء مبتلی کیږي او د دوی په واسطه د دوی کورنۍ او د عوامو تر منځ دا منحوس ترتیب عملي کوي، ښځو ته د ازادي تر نامه د فحشاء ، عریاني او هیجاني انګیزه ورکول کیږي.
په نتیجه کې معاشره فاسده او د دوی د منحوسو افکارو په دام کې ګیر کیږي. یوه فاحشه او فاسده معاشره او ټولنه هیڅ کله خپل ازاد مسیر نشي ټاکلی او نه هم خپله ازادي، حریت او استقلال ساتی شي. دوی خپل عقائد، نظریات او عنعنات له لاسه ورکوي او په هر اړخیزه توګه په پردۍ پس خورده شوخند وهي.
اللهم انا نسألک الهدا التقی و العفاف و الغنی!

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *