ټولنه اوکلتور

د ماشومانو شخصیت جوړونه – ابو الفاتح

د انسان په اروا پورې اړوند یو له مطرحو او اغېزمنو اړخونو څخه، د هغه شخصیت دی. هغه لامل، چې د انسان د ډېری چلندونو سبب دی او په یوازې توګه باید د هرې کړنې په وړاندې مناسب غبرګون پیدا کړي او دقیقه توجیه وړاندې کړي.

د انسان په اروا پورې اړوند یو له مطرحو او اغېزمنو اړخونو څخه، د هغه شخصیت دی. هغه لامل، چې د انسان د ډېری چلندونو سبب دی او په یوازې توګه باید د هرې کړنې په وړاندې مناسب غبرګون پیدا کړي او دقیقه توجیه وړاندې کړي.
شخصیت د افکارو، احساساتو او چلندونو ځانګړو بېلګو ته اشاره کوي، چې د وخت په اوږدو او په بېلابېلو ځایونو ټینګ ولاړ دي او یو شخص له بل شخص څخه جلا کوي.
ماشومتوب د ژوند داسې مرحله ده، چې د یو انسان ښه او بد اساس جوړوي. که په سمه توګه د مور او پلار لخوا د ماشومانو ښوونې او روزې ته پاملرنه وشي، نو راتلونکی به یې ډېر روښانه، آرامه او اسوده وي.
د ماشومانو د شخصیت جوړولو لومړنی چینل کورنی ده، په دویم قدم کې جومات، مدرسه او ښوونځی دی.د ماشوم شخصیت جوړونه له کورنۍ شروع کیږي، چې په وسیله یې ماشوم د خپلې ټولنې له فرهنګ سره آشنا کیږي او په هغه کې عادتونه او عواطف را منځته کوي، چې شخصیت یې تر اغېزې لاندې راولي.
په ټوله کې د والدینو او یا هم د کورنۍ نورو غړو د فکر بڼه که هر ډول وي، د هغوی په ماشومانو لږ یا ډېر اغیز کوي.
که چیرې د کورنۍ ماحول جوړ وي، کولی شو په اسانۍ سره د ماشوم شخصیت جوړ کړو، د ما شومانو په ښو نومونو سره یادول، په زده کړو کې د هغوی تشویق کول او د هغوی ځینې غوښتنې منل هغه څه دې، چې کولی شي د ماشوم په شخصیت مثبت اغیز وکړي.
دویم چینل د ماشومانو د شخصیت جوړونې لپاره، مدرسه یا هم مکتب دی، چې دلته د ماشومانو د زده کړو مرحله شروع کیږي.
د استاد لخوا تشویق او هڅول ماشومانو ته جرأت ورکوي، له زده کړې سره یې مینه او علاقه زیاتوي، فکر باندې یې مثبت اغیزه کوي.
خو بد بختانه زموږ له کور، ښوونځي او جومات نه نيولې، تر مدرسې پورې ماشومانو ته وهل او ټکول ورکول کېږي، چې ولې درس صحيح نه وايې او یا ولې شوخي کوې؟ ماشوم سره چې څومره په مينه، په خندا، مهربانی ، په مستي او ټوکو کې سلوک کېږي، هغومره د ماشومانو په شخصیت جوړولو کې ډېر مثبت اغيز لري.
هغه ټکي چې د ماشوم په شخضیت جوړولو کې اغېزمن تمامیږې:
۱ ـــ د ماشوم د پرځای غوښتنو پوره کول.
۲ ـــ د ناسمو غوښتنو ردول او د هغوی پوهې او درک ته په پام سره د هغوی پوهول.
۳ ـــ د ماشوم نظریاتو ته درنښت کول.
۴ ـــ د ماشوم له پاره د یوه ښه او سالم چاپېریال را منځته کول.
۵ ـــ په ماشوم کې د ښو صفتونو را منځته کول او د هغه د بدو کارونو مخه نیول.
۶- زده کړو ته تشویق کول.
۷- د مشرانو احترام ور ښودل.
۸- په ښو نومونو سره یادول.
۹- د قران کریم ورښودل.
هغه ټکي چې د ماشومانو په شخصیت بده اغېزه کوي
۱- ماشومان په بدو نومونو یادول: ماشومانو ته د خپل نوم یا ښه نوم پر ځای بد نوم اخیستل دوی زړه توري کوي، په شخصیت یې منفې اغېزه کوي او همدارنګه الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: تاسو په بدو نومونو سره ویشتل مه کوئ، یعنې چاته بد نوم مه اخلئ، نو له دې نه دا معلومه شوه چې الله تعالی مونږ له دې نه منع کړي یو، چې یو چاته بد نوم واخلو.
۲- د ماشومانو وهل ټکول: د ماشومانو وهل هغوی بزدله کوي، ډارن یې اموخته کوي، په ذهن یې بده اغیزه کوي، له زده کړو سره یې مینه ختمیږي او په ټوله کې یې په شخصیت منفې خواته بیایي.
۳- ماشومان له نورو سره مقایسه کول: احمد له تانه تکړه دی، ښه دی او ښایسته دی دا ټولې هغه خبرې دي، چې ماشوم له ځانه زړه توری کوي، شوق او علاقه یې ختموي.
۴- په هره خبره کې د ماشومانو رټل: ماشومانو ته د خبرو موقع نه ورکول او هغوی له خبرو منع کول جرات یې له منځه وړې، چې دغه اثر آن تر لویوالي په دوی پروت وي.
په شخصیت جوړونه کې د قراني زده کړو اغېزې:
قران کریم د الله تعالی هغه سپیڅلی کتاب دی، چې د یو رښتیني مومن په ژوند کې بنسټیز بدلون رامنځته کوي او په عملي کولو سره یې د انسان په فکر او ورځنیو چارو کې جذري بدلون رامنځ ته کیږي او هغه روزنیز سپیڅلی کتاب دی، چې تر قیامت پورې یې اغېز او حیرانونکي معجزات پای ته نه رسیږي.
له همدې کبله ویلی شو، چې د قران تر سیوري لاندې ژوند کوونکی انسان، د یو سپیڅلي زړه او فکر لرونکی وي.
خپل ماشومان مو په قرآني لارښودنو سره وروزئ او دا پر مونږ باندې د هغوی یو د بنسټیزو حقوقو نه اساسي حق دی.
تر څو زمونږ ماشومان په فطري ډول، قران کریم مینه پال را ستر شي.
حضرت عبد الله بن عباس (رضي الله عنه) ما وایي: کله چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) وفات شو، نو زه (۱۰) لس کلن ماشوم وم او ما په خپل دې کوچني عمر کې قران کریم حفظ کړی وو.
همداراز په دې اړه امام السیوطي په خپل کتاب طبقاتُ الحفاظ کې د امام شافعي(رحمه الله) دا خبره را نقل کړې ده، چې وايي: قران کریم مې په (۷) کلنۍ کې او د موطا کتاب مې په لس کلنۍ کې حفظ کړ.
دا مثالونه مې د دې لپاره دلته ذکر کړل، تر څو مونږ خپلو ماشومانو ته قران کریم او د نبي کریم(صلی الله علی وسلم) حدیث ور زده کړو، چې د ماشومانو په شخصیت کې تر ټولو اغېزمن رول
لوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *