افغانستان

د متحده عربي اماراتو د علماؤ پلاوی: د افغانستان مثبت پيغام به نړۍ ته ورسوو

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو د ديني عالمانو له پلاوي سره وکتل.
دواړو لوريو په دغه کتنه کې د افغانستان د سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت خبرې وکړې او د دوبۍ او کابل ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په پراخېدو يې خوښي وښوده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست اسلامي امارت ته د دوبۍ قونسلګرۍ سپارلو ته په اشارې سره وويل چې له افغانستان سره تعامل د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه دی.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان اوسنى نظام له اقتصادي پلوه په خپلو کورنيو عايداتي سرچينو چلېږي او دا په داسې حال کې ده چې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلى دی او په دغه برخه کې لا هم ګړندۍ مبارزه روانه ده.
په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو د ديني عالمانو د پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي په دغه کتنه کې وویل چې اوږد
مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې موږ يې هواري ته سترګې په لاره یو.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ليدلي مثبت پيغامونه به نړيوالو ته ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دغه کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د افغانانو لاس نیوی یې خپل اخلاقي مکلفیت وباله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *