مقالی اوتبصرې

د متحدو ایالاتو تش په نوم ډيموکراسي!

حمیدي

کله چې د امریکا متحده ایالات د نورو هېوادونو پر ډيموکراسۍ او بشري حقونو نيوکې پيل کوي، دغه احساس کېږي، چې پر دغو هېوادونو به جګړې تحمیل او اقتصادي بنديزونه رامنځته شي. په تېرو ډېرو کلونو کې متحدو ايالاتو د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په غږولو سره په پر له پسې ډول پر نورو هېوادونو بریدونه کړي او اقتصادي بنديزونه لګولي دي او اوس یې د ځان لپاره دغه بڼه غوره کړې ده. متحده ایالات په دې هکله کافي ځان پيژندنه نه لري او اوس د تش په نامه دويمې دورې ډيموکراسۍ نړيواله سرمشرېزه چمتو کوي. دغه راز نړيواله ټولنه په ډيموکراتيکو او غير ډيموکراتيکو ډلو وېشي، خو دغه کړنې په خپله له رښتيني ډيموکراسۍ څخه لېرې دي.
ډيموکراسي او بشري حقونه د متحدو ایالاتو د تسلط او بادارۍ غوښتنې د عملي کولو وسیلې ګرځېدلي دي.متحدو ایالاتو په پر له پسې ډول د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه د نظامي او پولي زور له لارې په ټوله نړۍ کې تسلط عملي کړی او ډېر زيات هېوادونه په اوږد وخت کې د متحدو ایالاتو په تسلط ځپل شوي.
نړيوال د ډيموکراسۍ د تعريف په اړه مختلف دريځونه لري او متحد معيار نه لري. خو متحده ایالات خپله ډيموکراسي د نړۍ د ډيموکراسۍ لارښوده بولي او پر هغو هېوادونو چې مختلف نظامونه او ايډيالوژۍ لري، بې ځايه نيوکه کوي او حتی په مستقيمه توګه يې د دغو هېوادونو واکمن حکومتونه شړلي او په زور سره يې د دوی نظامونه بدل کړي. متحدو ایالاتو غوښتل، چې په افغانستان، عراق او ځينو نورو هېوادونو کې خپلې ډيموکراسۍ پلې کړي، خو ناکام شول، دا یو څو تازه بېلګې دي. متحدو ایالاتو په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې بې شمېره او ميليارډونه ډالر د تش په نامه ډيموکراتيک حکومت جوړولو لپاره مصرف کړل، خو امریکا ولې ناکامه شوه؟ متحدو ایالاتو په شلو کلونو کې په ډېره مغروره توګه د افغانستان ملي حالاتو ته هېڅ پاملرنه ونکړه او د افغانانو رښتينو غوښتنو ته يې ونه وکتل، په حقيقت کې يې رښتينی تسلط عملي کړ، جعلي ډيموکراسي يې خپره کړه. ډېرې پیسې د متحدو ایالاتو د ګټو اخيستونکو ډلو لخوا له کيڼ جيب څخه واخيستلې، په پای کې يې ښي جيب کې پورته کړې. په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د ډيموکراسۍ جوړولو پلان ناکام شو او له شلو کلونو وروسته یې له دغه هېواد څخه خپل پوځ وایسته .
خو متحدو ایالاتو د ناکامېدو پر عواملو فکر ونکړ او اوس غواړي د ډيموکراسۍ د نړيوالې سرمشريزې مشري وکړي. خو نړيواله سرمشريزه ډېر زيات هېوادونه نه مني، دا د ډيموکراسۍ په تعريف کې له سياسي مساواتو څخه سرغړونه بولي. څرګنده ده، چې دغه سرمشريزه به يوازې یو نوم ولري، خو واقعي معلومات به ونه لري.
ډيموکراسي او بشري حقونه د متحدو ایالاتو په دننه کې هم تش په نوم دي.متحده ایالات چې د ډيموکراسۍ د نړيوالې سرمشريزې رهبري کوي، آيا د دغه هېواد خلکو د ځان لپاره د ډيموکراسۍ حالت خوښ کړی؟په دې وروستیو کې د متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په يوه غونډه کې برخه درلوده او په ترڅ کې یې د جګړې ضد يوې مېرمنې ورڅخه پوښتنه وکړه، چې تاسې بايد خپله ډيپلوماتیکه دنده په ښه توګه تر سره کړئ او له اړوندو خواوو سره خبرې اترې وکړئ. که تاسی د چين وړانديز نه خوښوئ، د سولې لپاره ستاسی وړانديز چېری دی؟ زموږ د هېواد خلک هیله لري، چې تاسې خبرې اترې وکړئ! دغه مېرمن خپل اواز لوړ کړ او غوښتنه يې وکړه، چې د متحدو ایالاتو اواز حکومت ته وړاندې کړي، خو د دوو قوي پوليسو لخوا له غونډې څخه وشړل شوه. د متحدو ایالاتو جګپوړي مامور په دې اړه هېڅ توضيحات ورنکړل. دغه ډول حالت ډېر ځله په متحدو ایالاتو کې رامنځته شوی او دغه ډول خلک همېشه د حکومت لخوا خوله بند شوي.
رښتيني ډيموکراسي دا ده، چې خلک له جبري ځواک څخه وژغوري او د جبري ځواک له لارې د خلکو شړل نه دي. په هرو څو کلونو کې يو ځل د ولسمشريزو ټاکنو مراسم تر سره کول رښتينې ډيموکراسي نه ده، چې اکثر خلک خپلې رايې ورکوي، خو نور هېڅ لاره نه لري او د تګلارو د تدوين په بهير کې د ګډون فرصت نه لري.د متحدو ایالاتو ډيموکراسي له ډېرو کمزورتياوو نه ډکه ده او ډېرې ستونزې لري، د نورو هېوادونو لپاره د ډيموکراسۍ په پلمه هم ډېرې ناسمې کړنې تر سره کوي. د دوی لپاره دا ډېره بېړنۍ او مهمه مسئله ده، چې د هېواد په دننه کې د ډيموکراسي مسئله تنظيم کړي. که غواړي د ډيموکراسۍ په چارو کې د نړۍ د لومړي مشر دنده واخلي، بايد وويل شي، چې هغوی یې وړتیا نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *