مرکې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت : د انټرنیټ بیه او کیفیت کې د پام وړ پرمختګ راتلونکی دی

د شريعت ځانګړی راپور: له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې یو سکټوري وزارت دی په ډېری برخو کې د پام

د شريعت ځانګړی راپور:
له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې یو سکټوري وزارت دی په ډېری برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، یاد وزارت توانېدلی په کمه موده کې د هېواد ګڼو برخو ته خپل خدمات ورسوي او هغه سیمې چې تېرو کلونو کې ورته هیڅ راز مخابراتي
خدمتونه نه وو ترسره شوي مخابراتي انټنونه یا سایټونه پکې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېر یوه کال کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره ګڼې ناستې درلودې څو وکولای شي د مکالمې او انټرنټ په برخه کې بیې ټیټې او خلکو ته په ارزانه بیه چوپړتیاوې ورسوي، تر هغې اندازې چې امکانات موجود او شرایط اماده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري وتوانېده د مخابراتي شبکو سره په تفاهم د انټرنېټ د یوې
جي‌بي بیه چې پخوا تر ۲۵۰ افغانیو وه ۱۱۰ افغانۍ وټاکي چې دا بیې د پخوا په پرتله د پام وړ ښکته دي همدا رازه د مکالمې په برخه کې پخوا د یوې شبکې داخلي بیه یا (آن نیټ ) بیه تر ۲نیمو افغانیو رسېده چې اوس ورته یوه افغانۍ او ۸۵ پوله بیه ټاکل شوې د مختلفو شبکو داخلي بیې ( اف نیټ ) چې پخوا تر ۳ او له دې هم پورته وې اوسمهال یادې بیې تر ۲افغانۍ او ۲ پولو ته راټیټې شوي، د یادونې وړ ده دا بیې وروستۍ یا نهايي بیې نه دي بلکې د وخت په تېرېدو سره د تغیر وړ دي، دا چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خپل د ضرورت اړوند انټرنټ د سیمې له هېوادونو په بیه اخلي او د افغانستان جغرافیه او شرایط هم د سیمې او نړۍ سره توپیر لري په دې اساس پکې بیې د سیمې په کچه لوړې دي خو اوسمهال د نوري فایبر لپاره پالیسي چمتو او د بشپړېدو سره به یې د انټرنېټ په بیو او کیفیت کې د پام وړ پرمختګ منځ ته راشي.هېره دې نه وي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ټول هېواد کې د ۴۵۰ سایټونو د فعالولو پلان لري چې د همدې وزارت د اټرا ریاست ( ټي ډي اف ) له بودیجې یې مصارف ورکول کېږي، اوس مهال دغه بودیجه د مخابراتو وزارت په مسلکي برخو ( سایټونو د فعالولو، رینګ جوړولو، فایبر… ) او نورو برخو کې لګول کېږي چې پخوا له دغې بودیجې په سیاسي معاملو کې هم ګټه اخیستل کېدله . یوه ستره او مهمه موضوع چې له تېرو شلو کلونو د یوې معما په څېر پاتې وه، اوس حل او ولس یې هم له عملي کولو خوښ دی، چې هغه د غیر قانوني سیمکارټونه وه، دا هغه ډول سیمکارټونه وو چې په بېلابېلو تذکرو به ثبتېدل بیا به په بازار کې په ټوکریو او د سړکونو پر سر خرڅېدل اما اوس د یوه طرزالعمل له مخې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني له لوري جوړ او مخابراتي شرکتونو سره هم شریک شوی، چې د یادو سیمکارټونو مخه نیول شوې او ولس ورسره له رواني اړخه ډاډه شوی دی، په ورځني ډول د کابل په ګډون د ټول هېواد د مخابراتو ریاستونه هڅه کوي څو هغه خلک چې اوس هم په یوه ډول غیر قانوني سیمکارټونه په پټه پلوري مشخص یې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري چې په دې برخه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې مثالونه هم شته .
ټولو مخابراتي شرکتونو او د هغوی نماینده ګیو ته سپارښتنه شوې، څو د اټرا د طرزالعمل مطابق خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او له هغې سرغړونه ونکړي چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني برخورد سره مخ
شي. حسن خان اتل

نه وو ترسره شوي مخابراتي انټنونه یا سایټونه پکې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېر یوه کال کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره ګڼې ناستې درلودې څو وکولای شي د مکالمې او انټرنټ په برخه کې بیې ټیټې او خلکو ته په ارزانه بیه چوپړتیاوې ورسوي، تر هغې اندازې چې امکانات موجود او شرایط اماده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري وتوانېده د مخابراتي شبکو سره په تفاهم د انټرنېټ د یوې جي بي بیه چې پخوا تر ۲۵۰ افغانیو وه ۱۱۰ افغانۍ وټاکي چې دا بیې د پخوا په پرتله د پام وړ ښکته دي همدا رازه د مکالمې په برخه کې پخوا د یوې شبکې داخلي بیه یا ( آن نیټ ) بیه تر ۲نیمو افغانیو رسېده چې اوس ورته یوه افغانۍ او ۸۵ پوله بیه ټاکل شوې د مختلفو شبکو داخلي بیې ( اف نیټ ) چې پخوا تر ۳ او له دې هم پورته وې اوسمهال یادې بیې تر ۲افغانۍ او ۲ پولو ته راټیټې شوي، د یادونې وړ ده دا بیې وروستۍ یا نهايي بیې نه دي بلکې د وخت په تېرېدو سره د تغیر وړ دي، دا چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خپل د ضرورت اړوند انټرنټ د سیمې له هېوادونو په بیه اخلي او د افغانستان جغرافیه او شرایط هم د سیمې او نړۍ سره توپیر لري په دې اساس پکې بیې د سیمې په کچه لوړې دي خو اوسمهال د نوري فایبر لپاره پالیسي چمتو او د بشپړېدو سره به یې د انټرنېټ په بیو او کیفیت کې د پام وړ پرمختګ منځ ته راشي.
هېره دې نه وي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ټول هېواد کې د ۴۵۰ سایټونو د فعالولو پلان لري چې د همدې وزارت د اټرا ریاست ( ټي ډي اف ) له بودیجې یې مصارف ورکول کېږي، اوس مهال دغه بودیجه د مخابراتو وزارت په مسلکي برخو ( سایټونو د فعالولو، رینګ جوړولو، فایبر… ) او نورو برخو کې لګول کېږي چې پخوا له دغې بودیجې په سیاسي معاملو کې هم ګټه اخیستل کېدله .
یوه ستره او مهمه موضوع چې له تېرو شلو کلونو د یوې معما په څېر پاتې وه، اوس حل او ولس یې هم له عملي کولو خوښ دی، چې هغه د غیر قانوني سیمکارټونه وه، دا هغه ډول سیمکارټونه وو چې په بېلابېلو تذکرو به ثبتېدل بیا به په بازار کې په ټوکریو او د سړکونو پر سر خرڅېدل اما اوس د یوه طرزالعمل له مخې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني له لوري جوړ او مخابراتي شرکتونو سره هم شریک شوی، چې د یادو سیمکارټونو مخه نیول شوې او ولس ورسره له رواني اړخه ډاډه شوی دی، په ورځني ډول د کابل په ګډون د ټول هېواد د مخابراتو ریاستونه هڅه کوي څو هغه خلک چې اوس هم په یوه ډول غیر قانوني سیمکارټونه په پټه پلوري مشخص یې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري چې په دې برخه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې مثالونه هم شته .
ټولو مخابراتي شرکتونو او د هغوی نماینده ګیو ته سپارښتنه شوې، څو د اټرا د طرزالعمل مطابق خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او له هغې سرغړونه ونکړي چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني برخورد سره مخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *