لیکنېمقالی اوتبصرې

د مرحـوم مـلا صـاحـب جهـادي او سـياسي ژونـد ته کـتنه

د لوی ملا صاحب د کورنۍ، ټولنيز څرنګوالی داسې و چې د مؤسس امير مرحوم مشر ملا صاحب پلار او نيکه چې قبرونه يې په لوی کندهار کې دي، ملايان وو چې زموږ‎ د اکثرو علماوو په څېر يې د نادارۍ ژوند او له ولس سره يې ښې ټولنيزې اړيکې لرلې. تل به په جهادونو کې عملاً سهيم و نو په سياسي ثبات کې يې د فعالې ونډې لرل، د بارزي بېلګې ښکارندويه

ده.

زما يوه خاطره دا ده چې د تحريک له پيله څه کم دوه کاله مخکې موږ د حرکت جمعيت طلبه لخوا د طالب جهادي قومندانانو د ليدلو په بهير کې ورغلو نو ملا صاحب چې په سنګيسار کې د خپل جهادي سنګر چې هغه مهال يې پر مدرسه تبديل کړی و او هغه مرحوم يې مشري کوله د روژه ماتي لپاره د آشپزۍ پر نوبت بوخت و. نورو ملګرو يې ځېرې راټولې کړې وې د روژه ماتي په ترڅ کې مو د پاټک سالاريو پر روانو بدو حالاتو خبرې ورسره وکړې، د مهاجرينو د مدرسو طالبانو او د جهادي طالبانو پر يو ځای کولو ورسره وږغېدلو نو ده په پوره اخلاص وويل چې موږ ټول‎ بې قيد او شرطه د خپلو ملګرو او نظامي وسايلو سره د اتحاد په لاره کې ستاسې په خدمت کې يو.

ملاصاحب، د ځوانۍ په موسم کې له جهاد او مبارزې سره ډېره مينه او علاقه لرله هغه په زلميتوب کې لا په عملي جهاد بوخت شو چې مبارزه، قابليت، تقوا او زړورتوب يې لا ښه پسې وځلېدل.

کله چې روسي لښکرو په افغانستان کې ماته وخوړله او له افغانستانه ووتل، نو ملا صاحب نامساعد سياست او منصب پرېښود او مدرسې ته يې مخه کړه په درس او تدريس کولو بوخت شو.

هغه د خپل علمي سفر له تکميل سره هم خورا مينه درلوده،نو ده او ملګرو يې هلته يوه ښه متواضعه مدرسه جوړه کړه چې اوس مهال د هغه په نوم د هغه د عالمو زامنو لخوا د خپل پلار د ارمان په ادامه په پاخه او اساسي ډول رغول شوې او تدريس په کې دوام لري. همدا راز صالح خلف يې، ِلله الحمد، په زابل کې هم د هغه په نوم د هغه د وروستنۍ ارامګاه په جوار کې تعليمي مرکزونه ودان

کړل.

کله چې په هېواد کې خپلمنځي‌ جګړې پيل شوې، د شر او فساد ډلې جوړې شوې ،‌ نو ملاصاحب د اصلاح ډګر ته را ووت، او د مبارزې اعلان يې وکړ.

کله چې جهادي تنظيمونه په هېواد کې د اسلامي نظام په عملي جوړولو کې پاته راغلل؛ زور واکۍ او بې نظمۍ هيواد د تجزيې پر درشل ودراوه آن تر دې چې د هېواد په هر ولايت کې فجايع عام شول نو د ملت سپين ږيري، صالح مجاهدين، علماء، طالبان او نور د خير خلک په خپلو منځونو کې د يوې چارې په لټه کې شول.

افغان مهاجرينو او هلته مقيمو افغاني طالبانو هم په دې موضوع کې هلې ځلې شروع کړې وې، د کندهار، زابل او هلمند په سطحه مجاهدو طالبانو تحرکات پيل کړل حاجي بشر حفظه الله د کندهار ولايت د ميوند ولسوالي د طالبانو په اختيار کې ورکړه، نو ګڼ شمېر اصلي مؤسسين او لاحقين عملي ميدان ته راغلل د هېواد د علماو له فتوا سره سم يې د فساد د ټغر په ټولېدو کې د جهادي طالبانو، صالحو مجاهدينو او د تعليم له ډګره فکري اګاهو طالبانو د ولسي ملاتړ په قوت منظمه مبارزه پيل کړه.

د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک، او په پايله کې د اسلامي امارت جوړښت د امير ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر امريت لاندې يوه عالي شوری چې ګڼ سياسي او نظامي کسان د مرحوم ملا محمد رباني رحمه الله، د شهيد ملا محمد عمومي قومندان تقبله الله او د کندهار لومړنی والي ملا محمد حسن حفظه الله يې سرپرستۍ د کابل تر لومړنۍ فتحې پورې فعاليت کاوه؛ کله چې کابل ونيول شو او هلته د استاد رباني په رياست تش په نوم د افغانستان اسلامي دولت و چې بيا يې هم داعيه نه پرېښووله نو امير ملا محمد عمر مجاهد نوی نظام د افغانستان اسلامي امارت ونوماوه. د وزيرانو سرپرسته شوری يې د رئيس الوزراء ملا محمد رباني رحمه الله په مشرۍ معرفي کړه، البته د ولسي مشاورت چارې بيا د مولوي عبدالغفور سيناني رحمه الله په مشرۍ د پوهانو د مرکزي شوری لخوا پر مخ تللې. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بريا وروسته د ملاصاحب فکر او نظر داسې و چې سيال افغانستان وي يو موټی وي، د پوهې پر مټ په ځان بسيا، پر مخ تللی او د مرکزي حاکميت هوډ ولري غوښتل يې چې د شرعي ثبات لرونکی وي او وګړي يې د پت او هوساينې له ژونده برخمن واوسي. د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې په اړه او دا چې امريکا په اسلامي‌امارت کوم اتهامات ولګول او په دې اړه د ملاصاحب موقف او دريځ داسې و چې په ډاګه يې ويل دا د امريکا داخلي پېښې دي چې د هغوی د هغو متجاوزو او تېري کونکي سياستونو په غبرګون کې کېږي کوم چې امريکا او شرير اسرائيل يې په منځني ختيځ کې تر سره کوي.

ملا صاحب چېرته او څه ‌ډول د اميرالمؤمنین په توګه وټاکل شو ؟

هغه دغسې يوه لقب ته هېڅ ډول لېوالتيا نه دلوده د علماوو او مخورو په هغه لويه غونډه کې چې په کندهار کې رابلل شوې وه، د شهيد مولوي احسان الله احسان تقبله الله لخوا په هيجاني ډول د امير المؤمنين لقب ورکول شو خپله ملا صاحب پر دغه لقب ورکولو چې له خلفاوو راشدينو سره يې تړاو درلود ډېر وژړل.

د يادونې وړ ده چې له دې نا ضروري تصرفه ګڼې سياسي ستونزې پېښې او پېښېدونکي دي.

ملا صاحب څرنگ د امريکايي اشغال پر وړاندې مبارزه پيل او د اسلامي امارت مجاهدين يې څه ډول منسجم او رهبري کول؟

ملا صاحب له هېواده ونه ووت په زابل کې يې له خپل پټنځايه د قاصدانو په واسطه له خپل نائب ملا عبدالغني برادر حفظه الله او د دفاع وزير شهيد ملا عبيدالله آفتاب بيا له شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله او همداراز په ځينو مواردو کې له رهبري شوری سره دوامداره تماسونه ساتل، جهادي، تشکيلاتي او سياسي چارې يې اداره کولې. د وزارتونو انتظامي مسئوليتونه يې هم بېلابېلو کمېسونونو ته سپارلي وي نو په دې توګه هر څه له مقضا سره نسبتاً سم روان

ول.

د امريکا او متحدينو په وړاندې هغه مبارزې چې تاريخ يې نه شي هېرولی:

اشغالګرو د راز راز سختو نظامي، استخباراتي، ډيپلوماتيکو، تبليغاتي، د جهاد د مالي منابعو د وچولو او د تطميعاتي جلبولو په اعمالو سره غوښتل چې برلاسي شي خو په محير العقول ډول د جهادي صف استقامت، وحدت، جنګي لوړه روحيه، راز داري او اغېزنمنتوب وساتل شول.

څرنګه چې يو وخت ملا صاحب په زابل کې د امريکايانو يو نظامي کمپ ته نژدې ژوند کاوه او له هماغه ځايه يې جګړه رهبري کوله، ځکه د ملا صاحب مرحوم، قوي ايمان، پر الله توکل، پر مشقتونو صبر او د خاصو ملګرو بې ساري قربانيو دا ډېر ستونزمن څه شوني کړل.

د ملا صاحب د ژوندانه د وروستيو ورځو، ناروغۍ او وفات په اړه چې هغه مخفيانه اوسېده هغه د نري رنځ معالج ډاکټر او منظمې درملنې ته يې لاسرسی نه و نو بالاخره مازديګر مهال يې ژوند حقيقي مالک ته وسپاره او د کوربه ملا عبدالجبار عمري حفظه الله او خاصو ملګرو لخوا پر اسلامي طريقه د تدفين چارې يې تر سره شوې.

انا ِلله و انا اليه راجعون.

ايا اوسنی نظام په بشپړه توګه د ملا صاحب له نظرياتو سره پرتله کولای شو؟

اوسنی امارت تر ډېره هماغسې دی خو البته ځينې فرقوقه هم شته چې دا ځل ټول ولايتونه له امارت سره دي خو هغه مهال د هېواد په يوه کونج کې مسلحو مخالفينو شتون درلود نو مشر ملا صاحب هم احتياطاًپه کندهار کې اوسېده خو اوس بايد مشر شېخ صاحب حفظه الله په پلازمېنه کې واوسېږي څو د کارونو د ځنډ او اسرافه ډډه

وشي۰

د اسلامي امارت په اړه د ملا صاحب ارمانونه يا کړنلاره د ملا صاحب په هدايت دستور (اساسي قانون) تصويب شوی و چې بايد د هغه له مخې امارتي پاليسۍ په احسنه توګه انجام شي. ان شاء الله العزيز.

د ارواښاد ملا صاحب اروا دې ښاده او ياد يې دې تلپاته وي

مولوي عبد الوکيل متوکل / د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو پخوانی وزير

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *